د وکیل د وژنې په قضیه کې د عمران خان د ضمانت خواست منظور شوی
د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ په کوټه کې د وژل شوي وکیل د وژنې په قضیه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم او تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ضمانت خواست منظور کړی دی.
د رپوټونو تر مخه د اسلام اباد هايکورټ جسټس عامر فاروق او جسټس میا ګل حسن اورنګزېب د عمران خان د ضمانت په خواست اورېدنه کړې او هغه ته یې د 14 ورځو حفاظتي ضمانت ورکړی دی.
په شپږم جون په کوټه کې د سپريم کورټ وکیل عبدالرزاق شر نامعلومه موټر سايکل سورو وسله والو په ډزو وژلی وو.
د وژل شوي وکیل زوي د پلار د وژنې مقدمه د عمران خان پرضد درج کړې وه. عمران خان هغه وخت دغه مقدمه د ځان پرضد انتقام بللی وو.
عمران خان نن په نورو لسو مقدمو کې د اسلام اباد جوډيشل کمپليکس ته حاضر شوی وو.
د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د توشه خانې په قضيه کې هم د اسلام اباد هايکورټ اورېدنه کړې او دغه قضيه یې بيرته سېشن عدالت ته لېږلې ده.
له دې وړاندې د اسلام اباد سېشن عدالت د توشه خانې قضيې په حواله د عمران خان خواست رد کړی وو په کوم کې چې ویل شوي وو دغه قضيه دې د اورېدو جوګه ونه ګرځوي.
او سېشن عدالت په عمران خان فرد جرم لګولی وو.
ويل شوي نن د اسلام اباد هايکورټ د سېشن عدالت فېصله کالعدم کړې، فېصله یې بیرته لېږلې او ویلي یې دي عدالت دې د عمران خان د وکيلانو دليلونه واوري او فېصله دې واوروي.
د رپوټونو ترمخه د عمران خان ضد نن په نورو مقدمو کې هم اورېدنې شوي او د ترهګرۍ ضد عدالت ورته په څو مقدمو کې د لسمې جولايې پورې ضمانت ورکړی دی.