شاته

ډبلیو اف پي: افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه هرات ته رسیدلې

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې د هند له خوا افغانستان سره د مرسته شویو لس زره ټنه غنمو لومړۍ جوپه د چابهار بندر له لارې هرات ولایت ته رسیدلې، چې ټاکل شوې د غنمو د اوړو کولو وروسته په ۳۴ ولایتونو کې په اړو کسانو وویشل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ جولاۍ درییم ( چنګاښ ۱۲) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د هند د لس زره ټنو غنمو دا مرسته په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان سره د دغه هیواد د ۴۰ زره ټنو غنمو د مرستې سربیره شوې ده.

هندوستان تیرکال افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه، چې د پاکستان د حکومت په موافقه د هندي غنمو مرسته په استثنايي ډول د واګې بندر له لارې د خوړو د نړیوال پروګرام په واسطه افغانستان ته انتقال شوي وه.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې هندي غنم به په هرات کې اوړه کیدو وروسته په ټول افغانستان کې مرستو ته په اړو کسانو وویشل شي.

"ډبلیو اف بي" افغانستان ته د هندي غنمو د رسیدلو دا خبر په داسې حال کې ورکړی، چې دغې ادارې د سه شنبې په ورځ جولای څلورم( چنګاښ ۱۳) ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام سره د مرستو د نشتون له امله یې د هغو کسانو شمیر پنځه میلیون ته راکم کړی، چې دا اداره په افغانستان کې هره میاشت ورسره د خوړو مرستې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلی: " ډبلیو اف پي په عاجل ډول له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري ترڅو د ژمي په موسم کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي."

تیره اونۍ افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اکتوبر میاشتې وروسته د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.

میرمن شا و وې لي، ویلي: "مونږ په دې وتوانیدو، چې د پنځه میلیونو کسانو لپاره تر راتلوونکو دوو میاشتو مرستې برابرې کړو، خو د هغې وروسته مونږ نورې منابع نلرو".

د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله ملګرو ملتونو د جون په میاشت کې د دغه هیواد لپاره د بشري مرستو غوښتنه کې څه باندې یو میلیارد ډالر کموالی راوست.

نړیوال کارکوونکي افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کیمدو په علتونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د بحرانونو پیښیدل او هم د طالبانو د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون د مرستو رسونې په ادارو کې د ښځو په کار بنذیز ښيي.

طالبانو د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه، چې بیا وروسته یې د روان کال د اپریل په میاشت کې افغان میرمنې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم له کار څخه منع کړې.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو د نشتون د ستونزې سره مخ دي.