شاته

طالبانو افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګار خونو ته ویلي، چې تر یوې میاشتې پورې دې خپل فعالیتونه بند کړي.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د سه شنبې په ورځ جولای څلورم ( چنګاښ ۱۳) د رویټرز خبري اژانس په ګډون رسنیو ته ویلي، چې دا اقدام یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د شفاهي امر په اساس کړی دی.

ټاکل شوې، چې ددې امر له مخې به د یوې میاشتې وروسته ښځې د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې د سینګار خونو د فعالیت اجازه ونلري. همداشان د کابل ښاروالۍ څخه غوښتل شوي چې له دې وروسته ښځو ته د سینګار خونو د پرانیستلو جواز ور نکړي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ددې پریکړې دمخه په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګار خونو لوحې او انځورونه پاک کړي وو.

افغانستان کې د اوږدې مودې راهیسې په ښارونو کې سینګار خونې فعالیت کوي، خو په تیرو شلو کلونو کې ددغو خونو فعالیت ډیر زیات شوی دی. کابل کې د یوې سینګار خونې خاوندې امریکا غږ ته وویل، چې تراوسه یې د طالبانو څخه دغسې کوم مکتوب نه دی ترلاسه کړی.

خو د بغلان په ولایت کې ځینو سرچینو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ښځو ټولو سینګار خونو ته د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت امر په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلووروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

نږدې دوه کاله کیږي، چې په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګیدلی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې شوي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم شتون شرط هم لګولی دی.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض یاد کړی او د طالبانو څخه یې ددغو ټولو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتني کړي دي .

د بخښنې نړیوال سازمان د جولای اول (چنګاښ لسم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د بشریت په ضد د جنایت سره اندازه کیدلی شي.

دغه سازمان د طالبانو له خوا په ټولنه کې د عام ژوند څخه د افغان میرمنو او نجونو د حذفولو په روانو پالیسو کلک انتقاد کړی او ویلي دي، چې باید د طالبانو سره د هغوی ددغو اقداماتو حساب وشي.

د جون په ۱۹ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د یو پراخه او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دغه راپورکې،چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه طالبانو د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسی په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.

دا راپور وايي، د ۲۰۲۱ د سپټمبر او د ۲۰۲۳ د مې میاشتو ترمنځ، له ۵۰ ډیر فرمانونه صادر شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته دا حکومت ژمن دی. همداشان ددغه حکومت چارواکو د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز موقتي ګڼلی دی.