شاته

ایران درې طبي کارکوونکي پر ښځو د جنسي تیري په تور اعدام کړل

ایران د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) درې کسان په دې تور اعدام کړل چې ښځې به یې د پلاستیکي جراحۍ یو "جعلي کلینیک" ته بللې او د بې هوښۍ د درملو ورکولو وروسته یې ورباندې جنسي تیری کاوه.

د ایران د عدلیې وزارت د میزان ویب سایټ راپور ورکړی چې دغه کسان د ۲۰۲۱ په وروستیو کې په جنوبي هرمزګان ولایت کې د جنسي تیري په ۱۲ قضیو کې مجرم پیژندل شوي.

د هرمزګان د لوی څارنوال مجتبی قهرماني له قوله ویل شوي، هغه درې کسان چې "د ښکلا په یو غیررسمي سالون کې یې پر یو شمېر ښځو جنسي تېری کړی و، نن سهار د بندر عباس په زندان کې اعدام شول."

په اعدام شویو کسانو کې چې نومونه یې ندي څرګند شوي، یو مرستیال ډاکتر شامل دی. پر هغه تور و چې اووه ښځې یې "د پلاستیکي جراحۍ د انلاین اعلاناتو له لارې یو جعلي کلینیک ته بللي وې" او بیا یې د پیچکارۍ له لارې د بې هوښۍ د درملو له ورکولو وروسته ورباندې جنسي تیری کړی و.

په راپور کې ویل شوي، دوه نور اعدام شوي کسان دواړه نرسان دي چې د جنسي تیري په پنځو قضیو کې د لاس لرلو او د درملو د غلا کولو په تور په دار ځړول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، ایران له چین وروسته تر بل هر هیواد ډیر خلک اعدام کړي او تیر کال یې لږ تر لږه ۵۸۲ کسان په دار ځړولي دي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمیره ده.