شاته

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ سیالۍ؛ تمیم اقبال: ۱۰۰ فیصده جوړ نه یم، خو لوبه کوم

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرکټ د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ د چهارشنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ ۱۴) د بنګله دېش د چیتاګانګ په ښار کې پیلیږي.

تر لوبې یوه ورځ مخکې د دواړو لوبډلو کپتانانو په خبري کنفرانس کې د خپلو لوبډلو په چمتوالي او تیاریو خبرې وکړې.

د افغانستان کپتان حشمت الله شهیدي وویل: «موږ له ډېر وخت راهېسې یوه ورځنۍ لوبې کوو. ښه لوبېږو او په ځانګړي ډول په تېرو دو کالونو کې. موږ لوبډله جوړه کړې، کار پرې کوو او له هرې لوبې وروسته ښه کېږو. موږ په یوې ورځنیو لوبو کې يوه ښه لوبډله یو.»

څو ورځې مخکې بنګله دېش په ټست لوبو [پنځه ورځې]کې افغانستان ته د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه، دا په تېرو ۹۰ کالونو کې د منډو د توپیر له پلوه په ټست کې د یوې لوبډلې تر ټولو لویه ماتې بلل کېږي.

افغانستان هیله لري چې له دغې ماتې وروسته په یوې ورځنیو لوبو د بنګله دېش په وړاندې ښه لاس ته راوړنه ولري. راشد خان، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي چې له بنګله دېش سره د ټست په لوبو کې نه وو، یوې ورځنیو لوبو کې شته.

د بنګله دېش کپتان تمیم اقبال هم د ټست په تېر لوبې کې نه و. هغه ژوبل شوی و. تمیم اقبال خبریالانو ته وویل چې لا هم «۱۰۰ فیصده جوړ نه یم... د سبا لوبې ته چمتو یم.»

هغه زیاته کړه: «زه به وګورم چې څومره مقابله کولای شم. خو زه به داسې کوم کار ونکړم چې لوبډله یې زیان وګالي.»

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو لړۍ د جولاۍ په پنځمه، اتمه او ۱۱ دي. دا دواړو هېوادونو ته د راتلونکي اسیا کپ او نړیوال جام سیالیو لپاره یوه ښه امادګي بلل کېږي. په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره ده.

افغانستان او بنګله دېش په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کې هم د دریو یوې ورځنیو سیالیو لړۍ لرلې، چې بنګله دېش دواړه ۲-۱ وګټلې.

د افغانستان د کرکټ لوبډله څو ورځې مخکې بنګله دېش ته ورسېده.