شاته

په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) په لویدیځه غاړه کې د کډوالو په کمپ کې نورې پلټنې هم کړې او په پوځي عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر لسو ته رسېدلی دی.

د اسرائیل پوځ تېره ورځ دغلته عملیات پیل کړل. پوځي مقامات وايي چې په عملیاتو کې یې ۱۲۰ مشکوک وسله وال، مهمات او چاودېدونکی مواد هم نیولي دي.

د فلسطین د عامې روغتیا چارواکو وویل چې تېره شپه دوه تنه نور هم وژل شوي دي. تېره ورځ اته تنه وژل شوي وو. چارواکي وايي شاوخوا۱۰۰ تنه نور ژوبل دي.

د فلسطین د سره صلیب اداره وايي چې د اسرائیل پوځ د عملیاتو له پیل کېدو وروسته یې ۳۰۰۰ کسان خوندي سیمو ته انتقال کړي دي. د اسرائیل د پوځ په عملیاتو کې هوايي او ځمکني ځواکونه برخه لري. فلسطینیانو، اردن او د اسلامي همکارۍ سازمان،چې ۵۷ غړي لري، دا تاوتریخوالی غندلی دی.

د فلسطین د ولسمشرۍ ویاند نبیل ابو رودینه وویل: «زموږ د فلسطین خلک به په ګونډو نشي، تسلیم به نشي، سپین بیرغ به پورته نکړي او په خپلې ځمکې او د دغه ظالمانه یرغل په وړاندې به ثابت درېږي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې حالت له نژدې څاري او «لازمي ده چې د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره ضروري اقدامات» وشي. دغه وزارت ویلي دي چې جګړې د سولې د اعاده کولو لپاره د اسرائیل او فلسطین د امنیتي ځواکونو ترمنځ د ګډ کار کولو ارزښت څرګند کړ.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دغو عملیاتو کې د هغو ډلو مرکزونه او د مهماتو زېرمې په نښه شوي چې په وروستیو میاشتو کې یې په اسرائیل باندې بریدونه کړي‌ دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل: «موږ په قوي ځواک سره په جنین کې د ترهګرو په ځالو برید کړی.»

اسرائيل په ۱۹۶۷کال کې کې لویدیځه غاړه اشغال کړه او اوس هلته‌۴۹۰زره اسرائیلیان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو په اساس، غیر قانوني‌ګڼل کېږي.

د دغه راپور معلومات د رویټرز، اسوشیتډ پرس او فرانس پرس څخه اخیستل شوي.