شاته

موډیز: د آی اېم اېف تړون سره به هم د پاکستان اقتصادي فعالیتونه د اغېزو لاندې وي

د اقتصادونو د درجه بندۍ نړیواله ادارې موډیز وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف اؤ پاکستان ترمنځ د دریوؤ اربو ډالرو د پور د تړون سره به د پاکستان مالي پوزیشن لږ شان ښه شي خو وایي په نزدې راتلونکي کې به د پاکستان اقتصادي فعالیتونه همدغسې اغېزمن پاتې وي.

تېره اوونۍ د آی اېم اېف اؤ پاکستان ترمنځ د دریوؤ اربو ډالرو د پور په شوي تړون خپل بیان کې موډیز ویلي، دا په یقین سره نه شي ویل کیدای چې ګنې پاکستان به د آی اېم اېف نه دا درې اربه ډالر ټول په ټوله ترلاسه کړل شي.

د موډیز بیان کې ویل شوي د آی اېم اېف د پیسو ترلاسه کیدو سره به پاکستان ته د نورو اړخونو نه هم د مالي کومک لپاره لاره هواره شي خو وایي پاکستان ته به د اوږدې مودې د استحکام یا ثبات لپاره اصلاحات کول اؤ خپله امدني سیوا کول وي.

بیان کې وړاندوینه شوې چې په نزدې راتلونکې کې به د پاکستان اقتصادي فعالیتونه همدغسې اغېزمن پاتې شي، د سود اؤ ګرانۍ لوړه کچه اؤ حکومتي لګښتونه به سرمایه کاري د اغېز لاندې ساتي اؤ هم به پاکستان ته د بهرنیو لوړو پورونو ستنول ور په غاړه وي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزي وزير احسن اقبال هم ویلي وؤ چې د نړيوالې مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره تړون ترسره کېدل په دې معنا دي چې پاکستان ته یوه موقعه په لاس ورغلې ده خو دا مستقل حل نه دی.

نوموړي د اتوار/یکشنبې په ورځ د پنجاب په ناروال ښار کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وؤ پاکستان ته پېښې غټې مسلې نه خو آی اېم اېف، نه ورلډ بېنک او نه یې کوم دوست ملک هوارولی شي، بلکې خپلې مسلې به په خپله حل کوو.

احسن اقبال ويلي، د آی اېم اېف د پروګرام سره به ولس ته دا خېر ورسیږي چې پاکستانۍ روپۍ به باثباته شي، او د درامداتو يا وارداتو په شکل کې ګراني به راکمه شي.

خو اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان د نړيوالې مالیاتي ادارې [ آی اېم اېف] سره د درېوو اربه ډالرو تړون يا "سټېنډ باي اګريمنټ" کېدو سره په سمدستي توګه د پاکستان د دیواليه کېدو خطره ختمه شوه، او د خپل اقتصاد ښه کېدو دپاره د اصلاحاتو او اقداماتو وخت ترلاسه شو.

د اقتصاد پوهانو په وينا د آی اېم اېف د درېوو اربو ډالرو سره به په عام ولس نېغ په نېغه د ګرانۍ کمېدو په شکل کې کومه اساني نه راځي، د نړيوالې مالياتي ادارې د شرطونو سره ښايي سختي نوره سېوا شي خو د ديواليه کېدو په مقابله کې به سختي کمه وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې د ازادۍ ۲۴۷ کاله وشوو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00