شاته

مصنوعي ذهانت نړېوال امن ته څه خطرې پېښوي؟ ملګري ملتونه ورباندې وړومبۍ غونډه جوړوي

واشنګټن - د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل یا امنیت شورا، نړېوال امن او امان ته د مصنوعي ذهانت له خوا د ممکنه خطرو په باب د وړومبي ځل دپاره یوه غونډه جوړوي. د دې غونډې انتظام د برطانیې په غاړه دی، کوم چې د آټونوموس یا خودمختاره اسلحو او یا د جوهري اسلحو د کنټرول په شان برخو کې د مصنوعي ذهانت په ممکنه استعمال کې سترې خطرې ګوري.

په ملګرو ملتونو کې د برطانیې سفیرې باربارا ووډوارډ د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جولائی د اتلسمې نېټې غونډه به په دې میاشت کې د برطانیې د مشرتابه لاندې د سېکوریټي کونسل مرکزي اېجنډه وي. په دې کې به د مصنوعي ذهانت نړېوال ماهرین او د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرېش تقریرونه هم شامل وي. ګوتېرېش تېره میاشت د ترقي یافته مصنوعي ذهانت په اړه خبرداری، ډېر اهم بللی و.

د ملګرو ملتونو مشر زیاته کړه: «دغو ساینسدانانو او ماهرینو په نړۍ غږ کړی چې باید اقدام وکړي، مصنوعي ذهانت د بشر دپاره یو وجودي خطره اعلانه کړي چې د جوهري جګړې ګواښ ورسره دی.»

گوتېرېش په سپټمبر میاشت کې پلانونه اعلان کړل چې ترمخه یې د مصنوعي ذهانت په باب یو اېډوایزري یا مشورتي بورډ جوړ کړی شي او هغه ګامونه دې معلوم کړي چې ملګري ملتونه یې په دې اړه اوچتولی شي. هغه دا هم وویل چې د مصنوعي ذهانت په اړه د ملګرو ملتونو د یوې نوې ادارې د جوړېدو طرفداره دی، او وړاندیز یې وکړ چې دا اداره دې د اېټمي انرجۍ د نړېوالې ادارې غوندې وي کوم چې علمي اړخ لري او د ځینو ضابطو جوړولو واک اختیار هم ورسره شته.

د برطانیې سفیرې وویل چې ملک یې غواړي داسې څو اړخیزه تګلارې ته فروغ ورکړي چې هم د مصنوعي ذهانت مثبت اړخونو ته ترقي ورکړی شي او تنظیم کړی شي، او هم هغه خطرې چې مصنوعي ذهانت یې پېښولی شي، هغه قابو کړی شي.

هغې ټینګار وکړ چې د مصنوعي ذهانت د مفاداتو اړخ عظیم دی او دا توان په کې شته چې د ملګرو ملتونو ترقیاتي پروګرامونو سره مرسته وکړي، د انساني امداد عملیات بهتره کړي، د امن ساتلو عملیاتو سره مرسته وکړي، او د جنګ په مخنیوي کې هم کومک وکړي او د ډېټا په ټولولو او تجزیې کې هم برخه واخلي. د هغې په باور، د مصنوعي ذهانت په مرسته د غریبو او ترقي یافته ملکونو ترمنځ فرق هم له منځه تللی شي.

مګر مېرمن ووډوارډ دا هم وویل چې د مصنوعي ذهانت د خطرو اړخ، د امن په اړه سنجیده پوښتنې راپیدا کوي چې باید ورته توجو وشي.

د مصنوعي ذهانت د ټېکنالوجۍ په یو دمي پرمختګ سره، یورپ اوس په نړې کې د مصنوعي ذهانت په اړه د ضابطو په جوړولو کې مخکښ حیثیت لري. د جون په څوارلسمه د یورپي اتحاد پارلېماني غړو د مصنوعي ذهانت په باب د جامع قوانینو اولنې بسته منظوره کړه.

په مئې میاشت کې د مصنوعي ذهانت د یوې کمپنۍ مشر چې چټ جي پي ټي یې جوړ کړی دی، د امریکې سنېټ ته وویل چې د مصنوعي ذهانت د قوي کېدونکي سیسټمونو د خطرو کمولو دپاره د حکومتونو مداخلت ډېر اهم دی.

هغو پخپله هم وویل چې د مصنوعي ذهانت د اثراتو په اړه فکرمند دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې د ازادۍ ۲۴۷ کاله وشوو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00