امریکا کې په ډزو کې ۴ تنه وژل شوي
د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت د فلاډیلفیا په ښار کې په سیمه ایز وخت دوشنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) د شپې ناوخته په ډزو کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپي شویدي.
امریکایي مطبوعاتو ویلي چې د پیښې په تړاو یو مشکوک شخص نیول شوي خو پدې هکله یې نور معلومات ندي ورکړي.
د فلاډیلفیا ښار د پولیسو ویاند میګول ټوریس د فرانس پریس خبري اژانس ته پیښه تائید کړې خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.
په همدې حال کې د سي ان ان تلویزیوني شبکې ویلي چې په پیښه کې یو دوه کلن او بل دیارلس کلن ماشوم ټپي شوي.
د مطبوعاتو یوې سیمه ایزې ادارې راپور ورکړی چې پولیسو برید کوونکی چې د مرمۍ ضد واسکټ یې پر تن و د یو ټوپک، لاسي بم او ګڼ شمیر مرمیو سره نیولی دی.
برید کوونکي د ښار په بیلا بیلو برخو کې په خلکو ډزې کړي. پولیسو تر اوسه د برید انګیزه نده معلومه کړې خو ویلي چې پدې هکله پلټڼې روانې دي.
دا په تیرو دوو ورځو کې په متحده ایالاتو کې دویم ځل دی چې د ډله ایز وسله وال تشدد پیښې کیږي.
د یکشنبې په ورځ هم د یو بل ایالت مریلنډ د بالټیمور په ښار کې په ډزو کې دوه تنه ووژل شول او ۲۸ نور ټپي شول.
د ښار پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په پېښه کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ او یو ۲۰ کلن هلک وژل شوي دي.
د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس، متحده ایالتونه په نړۍ کې تر بل هر هېواد د وسله وال تاوتریخوالي ډېر قربانیان لري. تېرکال د وسلو اړوندو پېښو کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي چې د وسله وال خشونت د معلوماتو په اساس ۲۴۰۹۰ یې د ځان وژنې پېښې وې.
د پنسلوانیا ایالت د فلاډیلفیا په ښار کې دا ډله ایز برید په روان کال کې د وسلو اړونده ۳۳۹مه پېښه وه.