BBC
 شاته

غور: ۴۰ کلن سړی نیول شوی، چې له اووه کلنې نجلۍ سره د نکاح ادعا یې کړې

یو ۴۰ کلن سړی چې وایي یوه اووه کلنه نجلۍ یې نکاح کړې په غور ولایت کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د غور سیمه ییز چارواکي وایي نیول شوی سړی چې ځان ملنګ بولي ادعا کړې چې دا نجلۍ د هغې مور او پلار ده ته وربښلی ده، خو د چارواکو په خبره دا ادعا د نجلۍ کورنۍ رد کړې.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، نیول شوي سړي خپله منلې، چې دې اووه کلنه نجلۍ سره یې د ګڼو کسانو په مخکې نکاح کړې ده.

نوموړي ادعا کړې، چې د نجلۍ کورنۍ به د دعا لپاره ده ته ورتله چې له همدې کبله یې خپله لور ور وبښله، خو سیمه ییز چارواکي وايي د نوموړي دغه ادعا د نجلۍ کورنۍ رده کړې ده.

د نجلۍ کورنۍ په هرات کې اوسېږي او ټاکل شوې، چې ژر غور ته لاړ شي. د غور والي ویاند وايي نجلي دا مهال په امن کور کې ساتله کېږي. ښاغلی خطیبي وايي، نیول شوي کس ادعا کړې، چې نجلي یې د ګڼو خلکو مخکې نکاح کړې ''خو دلته د ډاکټرانو معاینات ښيي، چې نجلۍ ته کوم فزیکي یا روغتیايي زیان نه دی رسېدلی.''

له وخته مخکی او اجباری ودونه هغه څه دی چی په دا ورسیتو کلونو کې یې په افغانستان کې ډېرې اندېښنې راپارولې دي.

د دغې پېښې په اړه ښايي نور جزیات ورورسته څرګند شي، خو تر ډېره ناپوهي او بېhوزلي د کم عمره نجونو د ودولو اصلي لاملونه بلل کېږي.