BBC
 شاته

چاپیریال ساتنه: د ښاري ژوند پر وړاندې پرتې ننګونې

د نړۍ ټولټال وګړي اووه ميليارډه اټکل شوي، چې دلومړي ځل لپاره يې له نيمو ډېر په ښارونو کې اوسېږي. د مځکې د ټولو لويو ښاورنو نيم شمېر يې له وګړو سره د هوا د ککړتيا له ستونزو سره مخامخ دي.

نړۍ کې وګړي په چټکۍ زياتېدو دي، او خلک هم د ژوند وسايلو او اسانتياوو شته والي له مخې په ښارونو کې استوګنې ته مخه کوي.

خو ښارونو کې ژوند له ننګونو سره هم مل دی، د هوا ککړتيا، پاکو اوبو ته لاسرسی، په مناسب ډول د فضله توکو او ګند خوندي کول، او د چاپېريال ساتنې نورې دندې داسې چارې دي، چې د نړۍ ځينې ښارونه په کې بريالي او ځينې یې بيا له هسکو ټيټو او سختو ستونزو سره مخامخ دي.