شاته

بلېنکن د سعودي ولي عهد سره د انساني حقونو په اړه خبرې کړي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په جده کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کې د انساني حقونو په اړه خبرې کړي او سوډان نه د امریکايي شهریانو په راوېستلو کې د سعودي عرب د مرستې شکریه ادا کړې.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ به بلېنکن د سعودي هم منصب فېصل بن فاران او د ګلف کواپرېشن کاونسل یا د خليجي ملکونو د همکارۍ تنظیم د خارجه وزیرانو ملاقاتونه کوي.

سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کې بلېنکن سوډان نه د امریکايي شهریانو په انخلا کې د سعودي مرستې شکریه ادا کړه.

محمد بن سلمان سره د بلېنکن د ملاقات په اړه د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر وویل په منځني ختیځ کې او په نړیواله کچه د ثبات، امنیت او سوکالۍ دپاره دواړو مشرانو خپله مشترکه ژمنه تکرار کړه چې د جامعه سیاسي مفاهمت دلارې دې په یمن کې امن، سوکالي او امنیت ترلاسه کړی شي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان وویل بلېنک په دې خبره هم ټینګار وکړو چې د انساني حقونو په مد کې پرمختګ د دواړو ملکونو دواړخیز تعلقات مضبوطوي.

مېلر وویل د بلېنکن او محمد بن سلمان په ملاقات کې په اقتصادي تعلقاتو او په خصوصي توګه د صفا توانای او د ټېکنالوجۍ په برخو کې د همکارۍ په زیاتولو خبرې وشوې.

سعودي عرب ته د تګ نه مخکې، بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امریکا په دې خبره کې حقیقي قومي مفاد لري چې د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ سفارتي تعلقات قایمېدو کې ته وده ورکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې د پخواني صدر جيمي کارټر د حکومت راهسې امریکې د یو شمېر عرب ملکونو او اسرایل ترمنځ تعلقاتو په قایمېدو کې مرسته کړې چې په کې مصر، بحرېن، مراکش او متحده عرب امارات شامل دي.

بلېنکن د اسرایل پلوه ډلې اېپېک غونډې ته وویل چې سعودي عرب ته د هغه په دوره کې دا هم شامل دي چې د اسرایل او سعودي عرب تعلقات قایمېدو دپار کار وکړي. هغه زیاته کړه چې امریکې ته پکار دې چې په دې لړ کې خپل کردار ادا کړي او هغه ګڼي چې داسې کېدل په اسان او زر و نه شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به بلېنکن او فاران هغه اتحاد د غونډې کوربتوب کوي چې د داعش وسله والې ډلې خلاف جنګېږي او په کې ۸۰غړي شریک دي.

یادونه: د وي او ای په دې رپورټ کې د ای پي، روېټرز او د ای اېف پي خبري ادارو نه معلومات اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


څېړونکي: ډېټا یا معلومات د زرغي پرمختګ بنیادي ضرورت دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00