شاته

امریکا: پاکستان دې امریکايي کونسلر ته له نيول شوې خديجه شاه سره د لیدو رسايي ورکړي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان کې د نهمې مې د احتجاجونو وروسته په نيول شوو کسانو کې د امریکايي شهريانو په حواله د پاکستان د حکومت سره په تماس کې دي.

پاکستان کې د نهمې د احتجاجونو وروسته په نیول شوو کسانو کې امریکايي شهريت لرونکې د جامو ډيزاينره خديجه شاه هم شامله ده.

د خديجه شاه په حواله پوښتنې ته په ځواب کې د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ویدانت پټېل، "مونږ د خديجه شاه قضیې ته ګورو او مونږ پاکستاني چارواکو ته ویلي کونسلر ته دې رسايي ورکړي".

هغه زياته کړې خديجه شاه غبرګ شهریت لري ځکه "مونږ د پاکستاني چارواکو سره د هغې په حواله خبره نېغ په نېغه خبره کوو".

شاه د پاکستان د پخواني پوځي مشر جنرال اصف نواز جنجوعه نمسۍ او د خزانې د پخواني وزير سلمان شاه لور ده.

اغلې شاه فېشن ډيزاينره يعنې د ډول سنګار د جامو يو مشهوره کار پوهه ده او د پاکستان سره د ا مريکا شهريت هم لري. هغې د نهمې مې د پېښو 14 ورځې وروسته ځان پوليسو ته حواله کړی وو.

د مطبوعاتو تر مخه خديجه شاه د قيمتي جامو غټ کاروبار چلوي او د کمپنۍ نوم یې الان دی، د برتانيې شهزادګۍ چې د پاکستان ته سفر کړی وو خديجه شاه ورله د خپلې کمپنۍ د جامو يوه ډالۍ هم ورکړې وه.

د پاکستانۍ ميډيا رپوټونه وايي د خدېجه شاه د بچ کولو لپاره د پنجاب اشرافيه ډېرې هلې ځلې پېل کړې وې چې بچ يي کړي خو د پوځ مشر جنرال عاصم منير نه وه منلې.

د رپوټونو ترمخه د پنجاب د چودهري شجاعت حسېن نه تر وزير اعظم شهباز شريف پورې د واک اختيار خاوندانو ورله د بچ کولو هڅې کړې دي خو څه نتيجې یې نه دي ورکړي.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند ویدانت پټېل نه د نهې په ورځ خبري غونډه کې پوښتنه شوې پاکستان کې د نهمې مې د احتجاجونو وروسته په نیول شوو کسانو کې امريکايي شهریت لرونکي هم دي، امریکا د دغو کسانو د کورنیو سره په تماس کې ده؟.

هغه په ځواب کې ويلي، هغه د کومې خاص قضیې خبره نه شي کولی خو که کوم امریکايي وګړی په بل ملک کې نيول کيږي نو امریکايي مرستې ته تياره وي او هيله یې څرګنده کړې چې پاکستاني چارواکي به د نیول شوو کسانو د پوره ازادۍ او انصاف باندې والاړې اورېدنې د ضمانت احترام کوي.

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته هم په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظيمونو په عامو کسانو په پوځي عدالتونو کې مقدمو چلولو باندې اندېښنې څرګندې کړي دي.

خو د پاکستان حکومت وايي پوځي قانون د مخکې نه موجود دی او په پوځي او دفاعي ودانيو د بريد کوونکو ضد د پوځي قانون لاندې په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کيږي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند نه بيا پوښتنه تکرار شوې د عمران خان په حکومت ختمولو کې امریکا کارول شوې؟ پټېل دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

هغه ويلي، امریکې وړاندې دا خبره کړې ده چې د پاکستاني رياست فېصله به د پاکستان ولس کوي، خپل ايين او قانون ته به ګوري.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات له وي‌ او اې اردو اخیستل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


څېړونکي: ډېټا یا معلومات د زرغي پرمختګ بنیادي ضرورت دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00