شاته

طالبانو ويلي، اسلام اباد او پینډۍ کې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ویلي، په وروستيو کې په اسلام اباد او پېنډۍ کې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې او پوليسو ويلي چې ګنې دغو افغانانو د نهمې مې په مظاهرو کې برخه اخستې او يا یې اسناد نه لرل.

د طالبانو سفارتخانې ويلي، په وروستيو کې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد، پینډې او خواوشا سيمو کې او په کراچۍ کې د نيول شوو افغانانو په اړه د پاکستاني چارواکو سره د نزدې نه په رابطه کې دي.

سفارتخانې زياته کړې، "د اسلام اباد او پینډۍ په پينځو مختلفو ساحو کې پولیسو په دې نامه چې ګویا افغانانو په مظاهرو کې برخه اخیستې او یا د اوسېدو اسناد نه لري؛ د هغوی د نیولو لړۍ پیل کړې. نیول شوي کسان ټول بې ګناه او غریب خلک دي چې د مې د نهمې مې نېټې له پېښو سره هيڅ تړاو نه لري".

پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته هم په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې.

احتجاج کوونکي په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وو، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

خو پاکستاني چارواکو ياد بهرنيو چارو وزارت د افغانانو د نيولو په حواله څه نه دي ويلي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل مولوي عبدالجبار وي او اې ډيوه ته وویل، د کراچۍ او د سيند صوبې په جېلونو کې 295 افغانان بندي وو، او پرون د کراچۍ د زندان نه 23 او حېدر اباد د جېل نه دوه افغانان خوشي دي.

خو هغه وویل، په وروستیو لسو ورځو کې د اسنادو نه لرو په تور نور د 70 پورې افغانان نیول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانانو دپاره وکالت کوونکې وکيلې منيزه کاکړ په لومړي جون په يو ټویټ کې ويلي وو، په کراچۍ کې په 12 نيول شوو کسانو کې درې پاکستاني وګړي هم دي. او په افغانانو کې زيات رجسټرډ کسان نيول شوي دي.

کاکړ ويلي وو د پوليس لخوا د 18 کالو نه د کم عمر پاکستاني پښتانه د بهرني اېکټ يا قانوني اسنادو نه لرلو د قانون لاندې ځورول کيږي ځکه چې هغوی شناختي کارډ نه لري.

هغې تور لګولی وو، پوليس د ګرفتارۍ په وخت نه يواځې د دوی نه اسناد ضبط کوي بلکې هغه اسناد تباه کوي.

وي او اې ډيوه د سيند صوبې صوبايي حکومت د نظر معلومولو دپاره د وزيرانو او حکومتي وياند سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

خو له دې وړاندې د سيند صوبايي حکومت او کراچۍ پوليسو دغه تورونه رد کړي او ويلي يې وو يواځې غېر قانوني بهر ملکي وګړي نيول کيږي او پوليس څوک ځوروي نه او که د چا نه پېسې اخستل کيږی او ځورول کيږي نو رپورټ دې کوي د ککړو پوليسو ضد به کارروايي کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


څېړونکي: ډېټا یا معلومات د زرغي پرمختګ بنیادي ضرورت دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00