شاته

د بشري حقونو کارکوونکي: پښتونخوا کې اوس هم د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ روانه ده

د بشري حقونو کارکوونکي وايي خېبر پښتونخوا کې اوس هم د خلکو د جبري بې درکه کولو لړۍ روانه ده، درې مياشتې وړاندې د مومندو رشيد خان بې درکه شوی وو د کورنۍ غړي يې تور لګوي "په وردۍ او ساده جامو کې راغلو" کسانو رشيد خان د خپلوانو د کور نه اوچت کړی او تر اوسه یې هيڅ درک نشته.

د رشيد خان د بې درکۍ ضد او خوشي کولو دپاره یې مور، ښځې او بچو د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاج کړی دی.

ښځه يې وايي خاوند يې د روژې نه درې ورځې وړاندې د پېښور خزانې علاقې ته خپلوانو کره راغلی وو د خزانې تاڼې د حدودو نه اوچت کړی شوی، پوليس يې د بې درکۍ مقدمه نه درج کوي او نه ورته نور معلومات ورکول کيږي:

"د روژې نه څلور ورځې مخکې یې اوچت کړی وو، دوه کسان د پوليس وردۍ کې وو، درې په عامو جامو کې وو، مخ ته يې توره کڅوړه ور واچوله، ګاډي کې یې واچوو، مونږ د خزانې تاڼې ته راغلو خو زمونږ رپورټ يې وا نه خستو، تاڼه کې يې راته وويل که څه معلومات وشو مونږ به تاسو ته اطلاع وکړو، خو تراوسه څه اطلاع نه ده شوې".

د بې درکه شوي تن مور وايي زوي به يې مزدوري کوله، د بې درکۍ پس يې د زوي د بچو او ښځې پالنه ور په غاړه ده، "سم دم بچی يې رانه وړی دی، د ټاټکي مزدور يې رانه وړی دی، چې چا له ورشو خلک راته وايي څه مه وايظ مړ به يې کړي".

د خزانې تاڼې پوليس چارواکي وايي د رشيد خان په کېس کې دوه ورځې مخکې مقدمه درج کړی شوې او پلټنې يې روانې دي.

وکيل شبير حسېن ګګياڼي د بې درکه تن دپاره پېښور هايکورټ ته خواست کړی او د هغې وروسته اېف ای آر درج شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ګګياڼي وويل، "د بې درکه کسانو کېسونه اوس هم شته اوس هم خلک عدالتونو ته راځي، جسټس وقار سېټ صېب وخت کې به خلک ډېر عدالت ته راتلل بيا دا سلسله لږه کمه شوه اوس چې مسرت هلالي راغلې خلک بيا راتلل شروع شوي دي، مونږ چې د رشيد خان کېس کې رټ وکړو د هغې پس يې ايف ايي ار هم درج شو".

د بشري حقونو د پاره کارکوونکي وايي په پاکستان کې د بې درکه تنانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د بې درکه تنانو رامعلومولو د پاره د پاکستان د حکومت جوړ سرکاري کمېشن په وېبپاڼه ليکل شوي، دوی سره د 9294 کسانو د بې درکه کېدو کېسونه رجسټرډ شوي او 3804 خوشې کړی شوي او د 241 مړي موندل شوي دي.

خو د لادرکه تنانو د پاره کېسونه کوونکی وکيل شبير حسېن ګګياڼی وايي يواځي په خېبر پښتونخوا کې 8000 نه زيات خلک بې درکه دي:

"جسټس وقار سېټ صېب وخت کې چې کوم کېس مه کړی هغه وخت کې پته لږيدلې وه چې 7000 کسان په حراستي مرکزونو کې دي، هغې کې زياتره اوس هم بې درکه دي، دا فقط د خېبر پښتونخوا نه دي".

د بې درکه تنانو دپاره جوړ کمېشن د شمېرو ترمخه تر ټولو زيات 3380 په خېبرپښتونخوا، په دويم نمبر 2192 په بلوچستان، په درېم نمبر په سيند کې 1759 او تر ټولو کم 1551 په پنجاب کې بې درکه دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو، پښتنو او بلوڅو لادرکه کسانو دپاره مبارزه کوونکي د خلکو په زوره بې درکه کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې بيا بيا رد کړي دي.

پوځ دريځ لري چې کېدای شي ورک تنان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او يا بل هېواد ته تښتېدلي وي.

ځانګړې ویډیوګانې


څېړونکي: ډېټا یا معلومات د زرغي پرمختګ بنیادي ضرورت دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00