امریکايي سېنېټر غوښتلي چې په اسرایل کې د امریکايي فلسطينۍ خبریالې د وژنې په اړه رپورټ دې عام کړی شي
امریکايي سېنېټر کرېس وان هالن غوښتنه کړې چې د الجزیره ټېلې وژن فلسطينۍ امریکايي خبریالې شیرین ابو عاقله په اسرایل کې د وژنې په اړه د امریکې د حکومت خفیه ساتل شوی رپورټ دې عام کړی شي.
د وي او ای رپورټ وايي په عرب دنیا کې پېژندل شوي ابوعاقله د کال ۲۰۲۲ د می په ۱۱ نېټه د وېسټ بېنک په جنین ښار د اسرایلي ځواکونو د چاپي د خبرنګارۍ په مهال په ډزو لګېدلې او وژل شوې ده.
وان هالن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ابوعاقله د وژل کېدو په باره کې يې اسرایل سره د امنیت په اړه د امریکايي رابطه کار یو اېس سېکیورټي کوارډينېټر فار اسرایل اېنډ دي پلېسټېڼین اتارټي، یو اېس اېس سي، هغه رپورټ کتلی چې سټېټ ډپارټمنټ د هغه په غوښتنه قانون سازانو ته تېره میاشت ورکړو.
وان هالن په یو بیان کې وویل چې د رپورټ د کتلو وروسته د امریکې د حکومت نه غوښتنه کوي چې په سمدستي ډول دې مکمل رپورټ عام کړي.
وان هالن وویل د هغه یقین دی چې د امریکايي شهري او خبریالې شیرین ابو عاقله په ډزو د وژل کېدو په اړه رپورټ دې شایع کړی شي ځکه چې دا د احتساب او شفافیت دپاره او په اینده کې په غلطه توګه د وژنو مخنیوي دپاره ضروري دی.
امریکايي سېنېټر زیاته کړه چې د خلکو د بې ځایه وژنو مخنیوی داسې هدف دی چې ټولو خلکو ته يې ملاتړ پکار دی.
د هغې د وژل کېدو په وخت ابو عاقله او د هغې همکارانو حفاظتي هېلمټې او واسکټونه اغوستي وو چې په واضحه ډول پې پرېس لیکل شوي وو.
د انساني حقونو او د مطبوعاتي تنظيمونو تحقیقاتو ښودلې چې ابو عاقله قریباً په حتمي ډول د اسرایلي ښيښ مار یا سنایپر په ډزو ویشتل شوي ده.
د خبریالانو د تحفظ دپاره کارکونکي ادارې کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، د منځني ځتيځ دپاره خبرنکار شریف منصور وي او ای ته په یو بیان کې وویل سي پي جی د امریکې د تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي نه د ابو عاقله د مرګ په اړه د جامع رپورټ غوښتنه کوي.
اسرایل ویلي ممکنه ده چې ابوعاقله په خطا د اسرایلي عسکر په ډزو لګېدلي او یا د فلسطینیانو په ګولو ویشتل شوې وي.
د اسرایلي دعوو برعکس رپورټونه وایي په کوم ځای کې چې ابوعاقله ولاړه وه هغه ځای ډزې نه کېدلې او دغه مهال نسبتاً امن و او ډزو تبادله هم نه کېدله.
وان هالن وویل په خفیه ساتل شوي یا کلاسېفایډ رپورټ کې د خبریالې د وژل کېدو په اړه د اهمو معلوماتو ترڅنګ په جنین کې په عملیاتو کې د ککړو اسرایلي ځواکونو او په وېسټ بېنک کې د نورو اسرایلي عسکرو د چلند په اړه متعلقه معلومات هم شامل دي.
وان هالن وویل د ابو عاقله د وژل کېدو په اړه د یو اېس اېس ډلې په ازاده توګه تحقیقات و نه کړی شول ځکه چې بنیادي عیني شاهدینو ته یې لاس رسی نه لرلو.
هغه وویل د رپورټ خلاصه د هغه تن په ذهني کېفیت نوي رڼا نه اچوي او اچولی شي چې د خونړۍ ګولۍ د چلولو ذمه وار دی.
د وي او ای رپورټ ترمخه، د دغې نیمګرتیا باوجود، وان هالن وویل د رپورټ عام کېدل د ابو عاقله دپاره انصاف ترلاسه کولو دپاره اهم ګام دی.
د ابوعاقله کورنۍ ګڼي چې ابو عاقله قصداً په هدف شوې ده خو اسرایل دا خبره ردوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي