شاته

جرمني د مهاجرو د قاچاق کولو د یوې شبکې غړي نیولي  

د جرمني پولیس وایي د چهارشنبې په ورځ جون اوومه (غبرګولي ۱۷) یې د انساني قاچاق یوه شبکه ونړوله چې په "غیر انساني" بڼه د سلګونو کسانو په قاچاق کولو تورنه ده. پولیسو ددې ډلې شپږ شکمن کسان په جرمني، رومانیا او بلغاریا کې په عملیاتو کې نیولي دي.

فدرالي پولیسو ویلي، دغو شکمنو کسانو څه دپاسه ۵۶۰ ډېر کسان جرمني ته او تر ۳۰۰ ډېر کډوال یې رومانیا ته قاچاق کړي دي.

ددې شبکې په اړه پلټنې وروسته له هغه پیل شوې چې د اتریش، چک جمهوریت او پولنډ په سرحدي سیمو کې د ترکي او سوري اتباعو څخه معلومات ترلاسه شول.

داسې انګیرل کیږي چې دغه مهاجر د بالکان هیوادونو له لارې جرمني ته انتقال شوي دي.

ادعا کیږي چې دغه مهاجر په لاریو کې د رومانیا له تیمیسوارا څخه له پورته کولو وروسته "د څو ورځو لپاره په غیر انساني شرایطو کې" د مالونو په مینځ کې پټ کړای شوي وو.

د قاچاقبرانو ددې شبکې څلور شکمن کسان په رومانیا کې مقاماتو وروسته له هغه نیولي چې هغه کورونه یې تالاشي کول چې ویل کیږي مهاجرین په کې ساتل کیدل.

همداشان ددې شبکې یو شکمن کس په جرمني او بل یې په بلغاریا کې نیول شوی دی.

پلټونکي وایي د چاپو په ترڅ کې یې یو لړ شواهد ترلاسه کړي چې په کې درې "قیمتي موټرونه"، څو ګرځنده تلیفونونه او نغدې پیسې شاملې دي.

په دې عملیاتو کې شاوخوا ۲۰۰ پولیسافسرانو برخه اخیستې وه، چې ۱۳۰ یې یوازې په جرمني کې وو.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې جرمني ته د مهاجرو د لوی سیلاب د ورتګ وروسته دې هیواد یو ځل بیا د تیر کال په اوږدو کې د پناه غوښتونکو د شمیر د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز حکومت تیره میاشت د سختو اقداماتو د عملي کولو موافقه وکړه چې د هغو هیوادونو سره شراکت په کې شامل دی چې دغه نوي راغلي مهاجر بیرته هماغه هیوادونو ته واستول شي چې ترې جرمني ته راغلي دي.