شاته

پېښور:د وسله والو برید کې دکسټم څلور مامورین ژوبل شوي دي

پولیس وایي دپېښور کلیواله سیمه متنو کې وسله والو دکسټم یا ګمرګ په مامورینو ډزې کړي چې پکې څلور مامورین ژوبل شوي دي.

دپېښور دصدر سرکل دپولیسو مشر یا ایس پي پخپل یو لنډ بیان کې دې پېښه کې دڅلورو مامورینو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی اؤ وایي سیمه کې د وسله والو لټولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان پخپل بیان کې ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې ده.

پولیس وایي دا پېښه دخالي یا شنبې په ماسخوتن دمتنو په ارباب ټاپو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې وسله والو په چیک پوسټ ولاړو د کسټم په مامورینو ناتاره ډزې وکړې.

له برید وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پېښه کې ژوبل کسان دپېښور روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.

امنیتی سرچینو وي او ای ډیوه ته دې ویلي پېښه کې د ژوبل شوؤ دوؤ کسانو حالت مرګونی دی.

سرچینې وایي تر پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د زغره بند ګاډو سره سیمې ته رسیدلي اؤ د ورانکار دلټون لپاره یې عملیات پیل کړي‌ دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا صوبې د ډېره اسماعیل خان په چهکان سیمه کې د امنیتي عسکرو په قافله برید شوی ؤ چې پکې 23 عسکر ژوبل شوي وؤ.

په ډیره اسماعیل کې په امنیتي ځواکونو دشوي دې برید نه دوه ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته جنوبي وزیرستان سیمه کې پوځ د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

او له دغې يوه ورځ وړاندې د افغانستان سره پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان کې په پوځي چيک پوسته ځانمرګی برید شوی وؤ چې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن پکې وژل شوي وو.

د سه شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په هنګو سيمه کې وسله والو د تیلو او ګېس د پېدا کولو لپاره د هنګري یوې کمپنۍ، مول پاکستان، باندې حمله کې د سرحدي پوځ څلور عسکر او د کمپنۍ دوه ساتونکي وژلي وو.

د دغه برید ذمه داري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00