شاته

پاکستان: په زرعي او صنعتي څانګو کې کمې ودې، اقتصادي او سیاسي بحران سوداګر اندېښمن کړي دي

اسلام اباد / مردان/ واشنګټن ــــ د خبري ادارې رويټرز د خبر له مخې د پاکستان پپلک اکاوڼټس کمېټۍ په يو بیان کې ویل شوي چې د ملک په زرعي او صنعتي څانګو کې د کمې ودې له کبله د هېواد ترقي متاثره کېدی شي.

په پاکستان کې روانې اقتصادي او سیاسي بې باورۍ سوداګر او اقتصادپوهان اندېښمن کړي او وایي په ملک کې له وړاندې د ګرانۍ او زیاتو ټيکسونو له کبله کاروبار په تاوان کې روان دی او که سیاسي بې ثباتي او اقتصادي بحران جاري وي دا به کاروبارونه نور تاواني کړي او بې روزګاري به زیاته کړي.

د پښتونخوا په مردان کې یو کاروبار کوونکی عبدالعزیز خان وایي، د اقتصادي ستونځو او ګرانۍ له کبله یې کارخانې بندې شوې دي او د خپل کاروبار په هکله سخت اندېښمن دي:

"د ټیکس دا اوسنۍ کچه خو تر ټولو لوړه ده، که تر دې هم زیاته شي نو د تاجر خو هسې هم ماته ده، خلک د سریلنکا مثال ورکوي زما په خیال موږ به د ایتوپیا نه هم ښکته لاړ شو".

د اقتصادي بدحالۍ او د پورونو د ادایګيانو په توله کې د ګډوډي سره مخ پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ای ایم ایف سره د ځنډ ښکار د کال 2019م د 6.5 اربه ډالرو د قرض پروګرام د بيا بحالۍ هڅې هم کوي.

د پاکستان مرکزي بېنک تېره جمعه ویلي وو چې په روان مالي کال 2022-23 کې به د هېواد د خالص کورني پیداوار د ودې کچه هم د تېر کال په مقابل کې کمه وي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي دا وخت د پاکستان او اقتصادي سقوط تر منځ د پیسو نړیواله اداره ای ایم ایف ولاړه ده.

د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر ساجد امين وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي، ددې بد اثر به په عامو خلکو کېږي:

"ویل کېږي د اقتصاد د ودې کچه به هم سږ کال کېدی شي منفي وي مطلب دا چې د تېر کال په نسبت به د اقتصاد حجم کم وي. دغه شان زموږ وده کمېږي او ابادۍ کې اضافه کېږي او دې سره د خلکو د ژوند معيار هم په لاندې ځي".

د پاکستان د مرکزي بېنک سره د بهرنۍ زرِمبادلې په ذخيره کې د 20 کروړه ډالرو د کمي وروسته 4.19 اربه ډالره پاتې شوې ده او دغه راز په هېواد کې د ګرانۍ کچه رېکارډ 36 فيصده ته رسېدلې ده او روپۍ د ډالر په مقابله د تاريخ ټيټې کچې ته را کښته شوې ده.

پاکستان دا وخت خپلې ټولې هيلې د نړیوالې مالياتي ادارې ای ایم ایف د 6.5 اربه ډالرو د پروګرام له بحالۍ سره تړلې دي خو ددې هېواد د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د زيارت- پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې که پاکستان لپاره د ای ایم ایف پروګرام بحالېږي که نه خو هېواد به په اقتصادي توګه دېواليه نه شي او نه به حکومت د پروګرام د بحالۍ لپاره د پیسو د نړیوالې ادارې په وینا نور اضافي ګامونه پورته کړي.

د مالي چارو څېړونکی شهريار بټ وايي، پاکستان چې د راتلونکي مالي کال کوم بجټ جوړوي هغه يو مشکل پړاو ښکاري، ولې چې د ده په وینا ای ایم ایف سره په لوظنامه کې د ځنډ له کبله حکومت نه پوهېږي چې د روپۍ نرخ د ډالر په مقابله کې په کوم ځای وساتي:

"دا هم ویل کېږي چې راتونکي بجټ به د 7000 اربه روپیو د خسارې بجټ وي او ددې سره به پاکستان ته د 7.2 ټريلين روپیو قرضې هم واپس کول وي. دا هرڅه به د حکومت لپاره لوی چېلنج وي".

د پاکستان د پبلک اکاونټس کمېټۍ ویلي چي په سږني مالي کال کې د صنعت څانګه کې د ودې کچه منفي رېکارډ کړی شوې ده او د 5.9 هدف په مقابل کې منفي 2.94 فيصد پاتې او همدا ډول د زراعت په څانګه کې د ودې کچه د 3.9 فيصده ټاکلي هدف پر ځای 1.55 فيصده پاتې شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00