شاته

شمالي وزیرستان او ډېره اسماعيل خان: په دوو بريدونو کې يو ډاکټر وژل شوی، پوليس افسر ژوبل

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې په دوو وسله والو بریدونو کې د څاروو يو ډاکټر وژل شوی او پولیس افسر سخت ژوبل شوی دی، پولیس په نښته کې د يو مطلوب ترهګر کمانډر په ګډون د دوه ترهګرو وژلو دعوه کړې او يو يې په ژوبل حالت کې نیولی دی.

د ډېره اسماعيل خان پوليس وايي، نن سهار د پرووا سرکل ډي اېس پي عابد اقبال خپل دفتر په لار روان وو چې د يونيورسټۍ تاڼې په حدودو کې پرې نامعلومه وسله والو ډزې کړي دي.

پوليس تاييدوي چې په ډزو کې ډي اېس پي عابد اقبال ژوبل شوی، روغتون ته منتقل کړی شوی او د روغتون سرچينې یې روغتيايي حالت د خطرې نه بهر يادوي.

د برید زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

د ډېره اسماعيل خان ضلعې د پوليسو دفتر دعوه کوي چې په ډي اېس پي بريد کوونکو سره مقابله کې دوه ترهګر وژل شوي او بل په ژوبل حالت کې نيول شوی دی.

پوليس وايي په وژل شوو کې د تحریک طالبان پاکستان مهم مطلوب کمانډر اقبال کهيارا عرف بالي هم وژل شوی دی. ټي ټي پي په دغه اړوند تراوسه څه نه دي ويلي.

پوليس وايي بالي وړاندې نيول شوی خو بیا په ضمانت خوشی شوی وو او هغه په فرقه ييزه پېښو، پولیس باندې بریدونو او ناامنۍ په پېښو کې ککړ وو او د هغه په سر يو نيم کروړ روپۍ انعام هم مقرر کړی شوی وو.

پوليس دعوه کوي وژل شوی ترهګر کمانډر په کال 2009م کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټیم وسله وال برید کې هم ککړ وو.

بله پېښه په شمالي وزیرستان کې شوې او د شمالي وزیرستان [ډي پي او] تسليم رياض دفتر وي او اې ډيوه ته ویلي پرون ناوخته په میرعلي کې د څاروو ډاکټر نور اياز د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

ويل شوي ډاکټر په خپل کلېنک کې موجود وو نامعلومه پټ مخې وسله وال پرې راغلي ډزې يې پرې کړي او وژلی یې دی. د دغه بريد زمه واري هم چا نه ده منلې.

پولیس وايي د ډاکټر کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې د نامعلومه کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په تېره اوونۍ کې د هدفي وژنې دا شپږمه پېښه ده. له دې وړاندې په سپين وام کې،دوه په ميرانشا کې او دوه په ميرعلي کې شوي دي په يادو پېښو کې عام خلک په هدف کړی شوي دي او د دغو پېښو زمه وارۍ هم چا نه دي منلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00