شاته

روس ادعا کړې چې اوکراین په کرملن کې پر پوتین د برید لپاره ډرونونه استولي وو

واشنګټن – کرملن د شورو یا چهارشنبې په ورځ ادعا کړې چې اوکراین د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د استوګنې ځای ته د شپې دوه ډرونونه استولي و خو امنیتي ځواکونو له منځه وړي‌ او د روس رهبر پکې نه دې ژوبل شوی.

د روس دغه ادعا دمګړۍ نه شي تایید کېدای او یو اوکرایني چارواکي ویلي، چې د کیېف حکومت په کرملن باندې د برید لپاره د ادعا شويو ډرونونو سره کوم تړاو نه لري.

ماسکو په یو بیان کې ویلي، د وېشتل شویو ډرونونو ځینې ټوټې په کرملن کې پر ځمکه غورځېدلي خو مرګ ژوبله پکې نشته.‌

کرملن ويلي، "دا ډول اقدامات چې د ترهګر برید په توګه پلان شوي وو په ولسمشر باندې د برید یوه هڅه وه چې د غبرګون حق به ورسره وي.‌"

بیان زیاتوي، "د پوځ او ځانګړو ځواکونو پر وخت اقداماتو کې ډرونونه ویجاړ شوي."

د کرملن ویاند ډیمټري پېسکوف ویلي، "پوتین د پېښې پر وخت په کرملن کې نه و."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن وویل، چې دی د کرملن راپورونه نشي تاییدولی.

"زه به د کرملن لخوا د هر څه په راوتلو باندې باور ونشم کړای."

د اوکراین د ولسمشر سلاکار مېکایلو پودولېک رویټرز خبري ادارې ته په لیږل شویو تبصرو کې ویلي، داسې ادعاوې چې ددغه برید تر شا کیېف و او دا چې روس په کرایمیا کې د ادعاو له مخې د اوکراین تخریب کونکي نیولي، څرګندوي چې ماسکو په راتلونکو ورځو کې د اوکراین پرضد د پراخو ترهګریزو بریدونو پلان لري.‌

هغه زیاته کړه، "له شک پرته چې اوکراین په کرملن باندې د دغو ډرون بریدونو سره کوم تړاو نه لري.‌ مونږ په کرملن ځکه برید نه کوو چې تر هر څه لومړۍ خو له دې سره هېڅ کومه پوځي دنده نشي ترسره کېدای."

روسي چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمېر ډرون بریدونو راپورونه ورکړي چې اکثره یې د اوکراین پولې ته څېرمه د روس په خاوره باندې وو او یو یې د ماسکو جنوب ته هم و.

د روس پلازمېنه د اوکراین د پولې په ۴۵۰ کیلومټرۍ کې ده.

اوکراین نېغ په نېغه ددغو بریدونو مسولیت نه دی منلی خو کله کله یې ادعا کړې چې دا اوکراین ته د استول شویو توغندیو او ډرونونو څخه دي چې بېرته روس ته ګرځېدلي دي.

زېلینسکي په فېنلېنډ کې دی:

د اوکراین رهبر د شورو یا چهارشنبې په ورځ فېنلېنډ ته رسېدلی چې د پنځو نارډېک هېوادونو له مشرانو سره په یوې سرمشریزه کې ګډون وکړي.‌

زېلینسکي د سویډن، ناروې، ډنمارک، ایسلېنډ او فېنلېنډ له مشرانو سره د فېنلېنډ د ولسمشر په رسمي استوګنځي کې ګوري.

فنلېنډ ته د زېلینسکي سفر څو اونۍ وروسته له دې کېږي چې دغه هېواد له ناټو سره یوځای شو.

هیلسینکي له ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز د تېر کال په فیبرورۍ کې کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00