شاته

په افغانستان کې د خوږې موسیقۍ ځای د طالبانو ترانو نیولی

واشنګټن – د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په سټوډیو ګانو کې چې د نسلونو راهیسې د ښځینه او نارینه سندرغاړو ښکلې سندرې خپرېدې اوس د تېرو دوو کالو راهیسې پرې بندیز لګېدلی.

په دغه هېواد کې د طالبانو توندلاری رژیم په ملي رسنیو باندې موسیقي نه خپروي،‌ ځکه له اسلام څخه د هغوی په تعریف کې ناروا ګڼل کېږي.

طالبان د موسیقۍ پر ځای له موزیک پرته خپلې ترانې خپروي.

دا ترانې یواځې د سړیو په غږ کې دي، د طالبانو د مشرانو ستاینه پکې کېږي، د دوی په اصطلاح جهاد پکې یادېږي او افغانستان د بهرنیو اشغالګرو قبرستان یادوي.

ډیري طالبان دا ترانې په خپلو ټیلیفونونو او خپلو موټرو کې اوري او په همدې خپل وخت تېروي.

افغان څېړونکی وحید فقیري وايي،‌ "څنګه چې طالبان مذهبي خلک دي،‌ دوی له خپلو ترانو څخه د ساعت تیرۍ لپاره هم کار اخلي.‌ ځوان طالبان پرې د خپلو غږونو ننداره کوي.‌ داسې ترانې هم لري چې ژوند ته پرې خوند ورکوي."

د علي لطیفي په نامه په کابل کې یو ازاد خبریال امریکا غږ ته وویل،‌" طالبان یې په راډیوګانو خپروي او که تاسو موټر کې یاست نو تاسو ورته غوږ نیسئ.‌ یو ډول اورېدونکي له ځانه سره ساتي."

هغه زیاتوي، کله چې طالبان یې اوري نو حتی په خپلو وړو نوکیا ټلیفونونو یې هم اوري.‌

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، ددغې ډلې ترانو ډیجېټل نړۍ ته هم لاره موندلې چې اوس یې نړیوال اورېدونکي هم اوري.

ټولنیزې رسنۍ که کله د طالبانو رسمي اکاونټونه او ډلې بندې هم کړي،‌ خو ددغې ډلې ځینې خواخوږو بیا دا کار روان ساتلی.

د موسیقۍ قتل عام:

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طآلبانو له چټک راتګ سره، د هنرمندانو،‌ سندرغاړو او خبریالانو لویې ډلې له افغانستانه وتلي.

د ارټېسټیک فریډم انېشېټیو په نامه یو تنظیم چې له خطر سره مخ هنرمندانو ته په کډوالۍ او بې ځای کېدو کۍ وړیا مرسته کوي وايي، ‌په تېرو شلو میاشتو کې کابو ۳۰۰۰ هنرمندان او سندرغاړي له افغانستان څخه وتلي دي.‌

په افغانستان کې د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ تړل شوی او ټول ښونکي او زده کونکي یې په ۲۰۲۱ کال کې اروپا ته وویستل شول.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي‌ انسټیټیوټ مشر احمد سرمست امریکا غږ ته وویل، "مونږ په افغانستان کې د موسیقۍ د بډایه میراث د ختمېدو شاهدان یو."

که څه هم اکثره مشهور هنرمندان له افغانستان څخه وتلي‌ دي خو هغه چې لا په افغانستان کې پاتې دي موسیقي یې پریښي او نورو کارونو ته یې مخه کړې.‌

سرمسټ وویل،‌ چې د هغه انسټیټوټ او نور هنرمندان کوښښ‌ کوي چې له هېواد څخه د باندې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کنسرټونو په ترسره کولو سره افغاني موسیقۍ ژوندۍ وساتي.‌

څېړونکي وايي،‌ د اکثرو افغانانو لپاره چې دوامداره جګړو،‌ غریبۍ او ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو ځپلي دي، موسیقي د روحي او دماغي ارامتیا لپاره یوه ښه وسیله ده.

سرمست خبرداری ورکړ چې د طالبانو لخوا د موسیقۍ ضد سیاستونه به افغانان په رواني لحاظ په یو ناروغ ولس باندې بدل کړي ځکه د هغه په وینا د طالبانو ترانې تاوتریخوالی هڅوي.

امریکا غږ د طالبانو یو ویاند ته د موسیقۍ په اړه د طالبانو د سیاستونو په هکله د هغوی د نظر پوښتنه وکړه خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00