شاته

د ای این پي ټول ګوندیز کانفرنس کې د ترهګرۍ پرضد په پراخه کچه پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودل شوی

د عوامي نیشنل ګوند په بلنه دچهارشنبې یا شورو په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې ترسره شوي ټول ګوندیز کانفرنس کې دپاکستان دننه دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو اندېښنه ښودل شوې خو د ترهه ګرۍ په ضد په لویه کچه پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودل شوی دی.

کانفرنس کې په دې خبره ټینګار شوی چې باید سیاسي فیصلې دعدالتونو پرځای پارلیمان کښې وکړی شي.

د عوامي نیشنل ګوند لخوا رابلل شوې دې ټول ګوندیز کانفرنس کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند نه علاوه نزدې ټولو سیاسي ګوندونو برخه درلوده .

کانفرنس کښې دترهه ګرۍ پرضد جوړې شوې قامي تګلارې ا نیشنل ایکشن پلان باندې دعمل نه کوونکو پرضد د کاروایۍ غوښتنه شوې ده.

دکانفرنس اعلامیه کې ویل شوي چې تیرو وختونو کښې د اسټبلشمنټ اؤ حکمرانانو دغلطو فیصلو اؤ تګلارو له وجې ترهګري سېوا شوې ده اؤ ترهګرو ډلو سره دمذاکراتو په نتیجه کې په هیواد کښې یو ځل بیا دترهګرۍ فعالیتونه پیل شوي دي.

په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ (نون) ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر امير مقام د ټول ګونديز کانفرنس په مهال ډيوه سره خبرو کې وویل، دده ګوند د انټليجنس په بنياد دترهګرۍ ضد عملياتو په حق کې دی خو د لويو پوځي عملیاتو مخالفت کوي.

نوموړي زياته کړه داسې عمليات نه غواړي څنګه چې په تېرو وختونو کې شوي وؤ اؤ ټولې ضلعې ترهګرۍ ځپلې ضلعې د خلکو نه خالي کړل شوې وې.

پاکستان کښې دا ګنګوسې روانې دي چې پوځ یو ځل بیا خیبر پښتونخوا کښې په لویه کچه پوځي عملیات کولی شي خو ناقدین وایي پاکستان خپله دا تور لګوي چې دلاقانو ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان مشران په افغانستان کښې ناست دي نو بیا به دا عملیات د چا خلاف کیږي؟

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مرستیال صدر امير حيدر خان هوتي وویل چې ترهګري يوازې په ټوپک نه ختمېږي او پاکستان کي نن سياسي تقسیم تر دې رسېدلی چې د دهشت ګردۍ خلاف مشترکه بیانيه نشته.

ښاغلي هوتي وویل دترهګرۍ پرضد ګډه بيانيه او ګډ دریځ ضروری دی او له دې ورستو دې د ترهګرۍ ضد نېشنل ایکش پلان باندې عمل وشي.

حېدر خان هوتي د سرشمېرنې په عمل کې په روڼتيا هم ټينګار وکړو او ډېوه سره ځانګړو خبرو کې یې وويل چې بايد ټول خلک وشمارلی شي.

هغه وویل،هر څوک چې په هر ځای کې اباد دی او اوسېږي باید چې هغه له شمېرې پاتې نه شي.

"داسې خلک چې د ضرورت په بنياد بل چرته اوسي او مستقل رهایش یې د بل ځای وي او په عارضي توګه بل ځاى اوسي او شماره یې نه کېږي نو پکار ده چې وشمېرل شي. دا تاثر دې لاړ نه شي چې ګنې د يوې مخصوص صوبې تعداد زيات ښودل کیږي او د نورو صوبو شمېر قصداً عمداً کم ښودل کیږي"

دې ټول ګوندیز کانفرنس کښې دا غوښتنه هم شوې ده چې په زوره بې درکه کړل شوې تنان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي اؤ د خلکو په زوره بې درکه کولو غیر قانوني اؤ غیر انساني عمل دې ودرول شي.

د عوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان ډيوه سره خبرو کې وویل هغه په جمهوري عمل باور لري خو دا نه غواړي چې د سياست ستنه دې د يوې مخصوصې ډلې لپاره اخوا ټيټه کړی شي.

دهغه وینا وه د خپل قام استازيتوب کوي او په پنجاب پسې تلل نه غواړي.

دټول ګوندیز کانفرنس اعلامیه کې پاکستان کې د روانې سیاسي بې ثباتې په ترڅ کې ویل شوې دي چې د موجوده سیاسي، عدالتي اؤ اقتصادي بحران له وجې غیر ېقیني صورتحال جوړ شوی دی اؤ د سیاسي فیصلو ځاې سیاسي ګوندونه اؤ پارلیمان دی، که سیاسي فیصلې عدالتونو کښې کیږي‌نو عدالتي بحران به بیا جوړیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00