شاته

د صحافت د ازادۍ په نړیواله ورځ د بې درکه کسانو کورنیو ویلي پاکستاني رسنۍ په جبر د بې درکیو خبرونه نه خپروي

بلوچستان کې د بې درکه شوؤ بلوڅانو سازمان د صحافت د خپلواکۍ د نړیوالې ورځي پر مهال ويلي دي چې د پاکستان رسنۍ د دوي خبرونه ته ځائ نه ورکوي خو دخبريالانو سازمان وايي چې دلته نه یوازې حکومتي بلکې شخصي رسنۍ هم کنټرول دي اؤ خپلواکي نه لري.

د خبريالانو سازمان وايي چې حکومت رسنیو ته يوازې د خپلې خوښې د خبرونو د خورولو اجازه ورکوي .

پر داسې مهال چې پرون په دریم مئ دپاکستان په ګډون نړۍ کې د صحافت د خپلواکۍ نړیواله ورځ لمانځل کیده ،د بې درکه شوو خلکو لپاره دغږ پورته کولو د سازمان مرستیال مشر ماما قدير بلوڅ وي او ای ډیوه ته وويل چې دوي له تیرو پنځلسو کالو څخه د کوټې پر عدالت سړک د مطبوعاتو دکلب سره جوخت د بې درکه شوو خلکو کېمپ پرانستی دی خو د پاکستان رسنۍ د دوي خبرونه نه خپروي

"موږ خبري کانفرس کوؤ دا لا هم دوي نه خپروي، په ځانګړي توګه له ورځپاڼو او الېکټرانک مېډيا څخه مایوس او نا امید يوٍ"

خو په کوټه کې دپاکستان دیو شخصي ټی وي خبریال شاه حسین ترین ډيوه ته وویل چې رسنۍ دلته خپلواک نه لري.

دهغه په خبره ،نه يوازې حکومتي بلکې شخصي رسنۍ هم ټولې کنټرول دي اؤ يوازې د حکومت د خوښې خبرونه خورېږي.

هغه وایي که څه هم حقيقي خبرونه وي پر هغې باندې سخت بندېز دی "ډیرې ستونزې دي د بې درکه شوو خلکو خبرې په ډاګه په ورځپاڼو او په ټي وي چېنلو باندې نه شي خپریدلی"

د بلوچستان د خبريالانو د سازمان پخوانی مشر اؤ‌څېړونکي خلیل احمد وايي چې د پاکستان په شخصي او حکومتی رسنیو کې د بلوچستان خبرونه يوازې يو فيصد وي هغه هم اکثره دچاودنو د پېښو او یا هم دهدفي وژني وي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خلیل احمد وویل، په رسنیو کې د بلوچستان د خلکو ستونزو ته هڅ ډول ځای نه ورکول کېږي.

"بلوچستان ډیره پراخه سيمه ده، دا نیم پاکستان دی دلته غربت زیات دی دلته بې کاري زیاته ده دلته يو ځل بیا د بلوڅو بېلتون پالو فعاليتونو زیات شوي دي چې له تيری يوې لسیزې څخه دوام لري"

دبلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدوس بزنجو د صحافت د خپلواکی د نړیوالې ورځې پر مهال پخپل بیان کې ویلي چې رسنۍ خلکو لارښوونه کوي، په خلکو کې پوهه پیدا کوي ،دعامه ولس په مساواتو کې ډیر مهم رول لوبوي.

نوموړي پخپل بیان کې د تشدد په بېلا بېلابېلو پېښو کې وژل شوؤ خبریالانو ته پېرزوینې وړاندې کړې دي.

څېړونکي وايي ځنې رسنۍ دحکومت ، سياسي ګوندونو يا دمقتدره قوتونو بې ځایه پلویتوب يا ملاتړ هم کوي چې ځینې وخت د دوي لپاره بیا ډیرې ستونزې پیدا شي.

دا په داسې حال کې ده چې دصحافت دنړیوالې ورځې په اړوند پخپل رپورټ کې دصحافیانو دحقونو غیر دولتي سازمان فريډم نېټ ورک خپل رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې د ازاد صحافت په ضد فعالیتونو کې هرکال اضافه لیدل کېږي.

فريډم نېټ ورک وايي چې په تیرو يوولسو مياشتو کې په پاکستان کې خبريالانو ته د دړکو ورکولو او د بریدونه ۱۴۰ پېښې ثبت شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00