شاته

مسکو: د روسیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ برید شوی

روسیې اوکراین تورن کړی دی چې په کرملین کې یې د ولسمشر ولادمیر پوتین په استوګنې د بې پیلوټه الوتکو [ډرونونو] برید کړی دی. کیف دا تور رد کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو، چې تائید شوې نه ده، خپره شوې چې په کې ښودل کېږي د «کرملین سنا» په نوم ودانۍ د ګنبدې په سر چاودنه شوې ده، په دغې ودانۍ کې د روسیې د ولسمشر دفتر هم دی.

د دغه ادعا شوي برید دقیق هدف او مرتکبین لا معلوم نه دي.

مسکو کیف تورن کړی چې د « یو پلان شوي تروریستي عمل په اساس» یې غوښتل چې ولسمشر پوتین ووژني.

رویټرز اژانس وايي چې د روسیې مخکني ولسمشر دمتري میدویدوف په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي دي چې په کرملین باندې د نیمې شپې «د ډرون برید» مسکو ته بله لار نه ده پرېښې پرتله له دې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او «ډله» یې «خمته» کړي.

خو د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا خبره رد کړې ده چې ګنې هېواد به یې د دې کار مسئول وي. فرانس پرس د هغه له خولې لیکلي دي: «موږ په خپلې ځمکې کې جنګېږو او د خپلو کلیو او ښارونو څخه دفاع کوو.»

د اوکراین د ولسمشر ویاند میخایلو پودولیاک وايي چې دا د مسکو کار دی. هغه وايي چې د روسیې له لوري داسې صحنه سازي شوي راپور ته باید په اوکراین باندې د روسیې له لوري پراخو بریدونو ته د تابیا نیولو د هڅې په سترګه وکتل شي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور په اساس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغې ادعا په اړه شک ښودلی او ویلي دي چې دا معلومات تائیدولای نشي. انتوني بلینکن دا خبره هم کړې ده که اوکراین د روسیې په خاورې برید وکړي، متحده ایالتونه به یې ونه غندي او «دا د اوکراینانو پرېکړه» ده.

کرملین ویلي دي چې د روسیې پوځ او ځانګړو ځواکونو یې دا ډرونونه غیر فعال کړي او «هرکله او هر چېرته یې چې مناسب وګاڼه، غچ اخیستل یې حق» دی.

سره له دې چې لا د دغه برید مرتکبین څرګند نه دي، خو اوکراین د دې وړتیا لري چې په روسیې په خاورې کې لوی بریدونه وکړي او په تېر وخت کې یې هم دا کار کړی دی.