شاته

امریکا د روسیې د یو سایبري 'مجرم' په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د هغو معلوماتو په بدل کې به ۱۰ میلیون ډالر انعام ورکوي، چې د روسیې د یو سایبري «مجرم» نیولو او محکومیت ته لار پرانیزي.

وزارت همدغه راز د یوې «منظمې جنايي ډلې» د کلیدي مشرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې هم جایزه اعلان کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي۱۳) په یوې اعلامیې کې د دغه روسي وګړي نوم «دنیس ګنادیویچ کلکوف» ښودل شوی دی.

اعلامیه وايي چې دا جایزه د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت له لوري په کلکوف باندې د اعلان شویو تورونو په تړاو اعلان شوې ده، خو په اعلامیې کې په مشخص ډول د هغه د «سایبري جرم» په اړه څه ویل شوي نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د «Try2Check» په نامه د یوې «منظمې جنايي [سایبري] ډلې» د مهمو مشرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې، چې په اساس یې هغوی وپېژندل شي، تر یو میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.

دا ډله د سایبري/انټرنټي جرمونو په نړۍ کې د کریډت کارتونو یو مشهور او څرګند خدماتي چوکاټ بلل کېږي.

«Try2Check» خپلو کاروونکو ته دا زمینه برابروي چې د غلا شوي کریډت کارت نمبر ژر مشخص کړي. په دغه سیستم کې کاروونکي په یو وخت کې زرګونه نمبرې داخلولای شي او سیستم ورته سمدستي وايي چې کوم نمبر د اعتبار وړ دی.

د متحدو ایالتونو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي، چې «Try2Check» له ۲۰۱۳ کال راهېسې هر کال د کریډټ کارتونو د لسګونه میلیون ډالرو د غلا زمینه برابره کړې ده.