شاته

ایران د هرمز په تنګي کې بل سمندري جهاز ونیولو

ایران د هرمز په سمندري تنګي کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په پاناما کې رجسټر شوی د تېلو ټېنکر ونیولو او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وویل دا دویم سمندري جهاز دی چې ایراني ځواکونو په تېرو څو ورځو کې ونیولو.

په منځني ختیځ کې مېشته د امریکې د سمندري پوځ پېنځمې بېړې وویل نیول شوي ټېنکر نوم نېیووي دی چې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ونیولو.

هغه تصویران چې د امریکې سمندري پوځ یا نیوي شایع کړي ښښي ایراني جنګي بېړو ټېنکر په زور د ایران بندر عباس د ساحل سره نژدې ایراني سمندري اوبو په لوري بېرته بوتلو.

امريکې د سمندري پوځ پېنځمې بېړې وویل د ایران ګامونه د نړیوال قانون خلاف دي او د سیمې په امن او ثبات کې به ګډوډی پېدا کړي.

امریکايي سمندري پوځ په خپل بیان کې وویل د ایران د سمندري جهازونو ویرول او په سیمه کې په سمندر حرکت کې مداخلت غیر ذمه وارانه، غیرضروري، په سمندر امنیت او نړیوال اقتصاد دپاره خطر دی.

ای پي وايي ایران په سمدستي ډول نه ده منلې چې ټېنکر يې نیولی دی.

تیره هفته ایران یو خام تېل وړونکی ټېنکر په داسې حال کې نیولی و چې د ایران د اېټمي پروګرام په سر د امریکي او ایران تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ای پي وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د نېیووي نومې ټېنکر نیول کېدل په سیمه کې د سمندري جهازونو د نیول کېدو او د چاودنو د لړۍ تازه پېښه ده.

ای پي دغه پېښې پس له دې شروع شي چې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ایران د اېټمي پروګرام په اړه د نړیوالې معاهدې نه واشنګټن وویستلو.

د ټرمپ دریځ و معاهده د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نېسي. ایران وايي د اېټمي پرواګرام يې د سله تیارولو دپاره نه دی.

د امريکې سمندري پوځ په ایران الزام لګولی چې په ۲۰۱۹ کې یې په ماینونو سمندري جهازونه په هدف او نقصاني کړي دي او په ۲۰۲۱ کې يې د اسرایل سره په تړلي ټېنکر یې د ډرون حمله کړی وه چې په کې د عملې دوه غړي وژل شوي دي.

ایران په حملو کې د ککړتیا خبره ردوي خو ای پي وايي د ایران او د مغربي ملکونو ترمنځ جنګ د سیمې په سمندري اوبو کې لوبول کېږي او د کال ۲۰۱۹ راهسې د ایران سمندري جهازونو نیول د دغه جنګ برخه ده.

ایران تېر کال د می د میاشت نه تر د نومبر پورې د یویان دوه ټېنکرې نیولي وې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبرې ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00