شاته

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ بایډن: ژورنالیزم جرم نه، د ټولنې اساس دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه مۍ درېیمه «غوايي۱۳» د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ وویل چې خبریالي جرم نه، بلکې د ټولنې اساس دی.

بایډن په یوې اعلامیې کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د کارونو ستاینه کړې ده چې شجاعانه د حقیقت په لټه دي. نوموړي همدغه راز د هغو کسانو سره د حساب او کتاب ژمنه هم کړې چې په خبره یې د رسنیو د «غلې کولو» هلې ځلې کوي.

هغه د مطبوعاتو او بیان ازادي د دموکراسۍ ستنه او د شفاف او باور وړ حکومت لپاره لازمي بللې ده. په اعلامیې کې یې ویل شوي چې مطبوعات «زموږ حکومت او ټولنې ته اجازه ورکوي چې په ځان نقد وکړي او ځان اصلاح کړي.»

تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په نړۍ کې په خبریالانو او رسنیو باندې بریدونه وغندل او ویې ویل چې د مطبوعاتو ازادي تر برید لاندې ده.

خو ولسمشر بایډن وویل چې د هېڅ خبریال ژوند باید د حقیقت موندنې له کبله له خطر سره مخامخ نه وي. نوموړي د والسټریټ ژورنال د امریکايي خبریال ایوان ګرېشکویچ نوم یاد کړ چې روسیې د جاسوسۍ په تور نیولی او بندي کړی دی.

بایډن وویل: «د نړۍ په یو شمېر برخو کې استبداديانو او ملګرو یې د سانسور، غچ اخیستنې، د دعوو د ثبت کولو، ګواښونو، ځورونې، د غلطو معلوماتو د خپرولو، توقیف کولو، بریدونو او ځپلو له لارې د ازادو رسنیو ځپل روان ساتلي.»

هغه زیاته کړه له دې سره سره بیا هم زړور خبریالانو خپلې دندې روانې ساتلي او غلي شوي او ډارېدلي نه دي چې په خبره یې متحده ایالتونه یې تر څنګ ولاړ دي. ولسمشر بایډن وویل چې متحده ایالتونه به دغو خبریالانو ته نورې منابعې برابرې کړې او د ډیجیټلي او فزیکي امنیت په اړه د روزنې له لارې د هغوی حمایت وکړي.

بایډن وویل چې په نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار کوي چې له خبریالانو سره په حقوقي برخې کې د مرستو یو صندوق جوړ کړي چې خبریالانو ته ځانګړی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالتونه به د هغو نړیوالو پروګرامونو مالي مرسته کوي چې په نړۍ کې د مستقلو او ازادو رسنیو ننګه کوي.