شاته

طالبانو د حسن عباس کتاب رد کړ او هغه یې یو "استخباراتي مامور" وبللو

واشنګټن - د طالبانو حکومت، په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون د یو استاذ حسن عباس نوي کتاب ته تند غبرګون ښودلی او هغه یې یو "استخباراتي مامور" بللی دی.

حسن عباس "د طالبانو بیا راتګ" په نوم یو کتاب لیکلی چې د روانې مې میاشتې په ۲۳مه نېټه به بازار ته وړاندې شي. بازار ته د راوتلو نه مخکې، د کتاب په اړه تود بحث روان دی او ښاغلي عباس د وي او اې سره په مرکه کې د کتاب د ځینو برخو یادونه وکړه.

د حسن عباس وینا ده چې د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي د هند سره د سفارتکاري تعلقاتو جوړولو نه وړاندې په دې اړه د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه سره کتلي و او د پاکستان د مشورت نه بغیر، هند نشوی کولی چې خپل سفارتکاران بېرته کابل ته ولېږي.

ښاغلي حسن عباس د افغان طالبانو په منځ کې د پاکستان د پوځي مشرانو د اثررسوخ په هکله هم غږېدلی او ویلي یې دي چې د امیرخان متقي په شمول، د طالبانو زیات شمېر وزیران به د جنرل باجوه سره په منظمه توګه ملاقاتونه کول.

په داسې حال کې چې په سوشل مېډیا او ځینو رسنیو باندې د حسن عباس د نوي کتاب په اهمو ټکیو بحثونه کیږي، طالبانو د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان خپور کړ او هغه کې یې د طالبانو د حکومت او مشرانو په اړه د ښاغلي عباس خبرې "بې اساسه او له واقعیتونو څخه لېرې تورونه" وبلل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل بیان کې ویلي دي: " زموږ په باور د حسن عباس په نامه کس د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی چې کوښښ يې کړی په خپله ناکامه هڅه سره دریاب ناپاکه کړي."

مجاهد زیاته کړې چې دوی به د خپلې "آزادۍ او خپلواکۍ" د ساتلو دپاره قرباني ورکړي او "په هېڅ قیمت" به خپل استقلال "د هېڅ کوم هېواد او استخباراتي جال په لومو کې نه ښکېل کوي."

د طالبانو په بیان کې د حسن عباس د کتاب کومه خاصه برخه رد کړی شوې نده بلکې په عمومي توګه یې هغه رد کړی او بې اساسه یې بللی دی.

حسن عباس د وي او اې افغان سروس له خبریالې، شهناز نفیس سره په ځانګړې مرکه کې، د خپل کتاب د یوې برخې یادونه وکړه چې په هغه کې د طالبانو په دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد باندې د پاکستان اثر رسوخ یاد کړی شوی دی.

ښاغلي عباس په مرکه کې وویل: "کله چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د پاکستان په ضد بیانونه ورکړل، نو ما د یو پاکستاني جګپوړي چارواکي نه پوښتنه وکړه چې هغه [ملا یعقوب] خو وایي چې که پاکستان بیا حمله وکړه، ځواب به ورته ووایي؟ نو لوړپوړي چارواکي وخندل او راته یې وویل چې: د ملا یعقوب کورنۍ په کراچۍ کې ژوند کوي، هغه ته مونږ چارټر هوایي جهاز ورکوو چې ولاړ شي او خپله کورنۍ وګوري، او هغه ته پته ده چې بېرته به کراچۍ ته راځي."

پخوا هم ویل کېدل چې د طالبانو د ځیني مشرانو کورنۍ لا هم په پاکستان کې دي. د طالبانو په بیان کې دې ټکي ته کومه اشاره نده شوې.

ذبیح الله مجاهد پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې: "زموږ هیوادوال د اسلامي امارت مشران له نیږدې پيژني او کلک باور پرې لري."

مګر د ناقدینو وینا ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده تر اوسه پخپله د طالبانو یو شمېر جګپوړو چارواکو او حتی ځينو وزیرانو هم ندی لیدلی. ملا هبت الله آخندزاده تر اوسه رسنیو کې ندی راڅرګند شوی، د بهرنیو استازو او بهرنیو دیني عالمانو سره یې د ملاقات نه انکار کړی، او چې یو ځل په جماعت لمانځه کې هم راڅرګند شو، مخ یې له خلکو ګرځولی و او چا ونه لید.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سوډان ته د طبي توکو لومړۍ نړیواله کارګو رسیدلې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00