شاته

امریکا د ترکیې ادعا نه تائیدوي چې په سوریه کې یې د داعش مسر وژلی

سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره ورځ وویل چې استخباراتي ځواکونو یې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وژلی خو متحده ایالاتو د ترکیې دا دعا نده تائید کړې.

د ترکیې مطبوعاتو د امنیتي سرچینو په حوالې لیکلي چې د داعش په مشر عملیات د سوریې په شمال کې هغې سیمې کې شوي چې کنټرول یې د ترکیې پلوو ملیشو په لاس کې دی.

خو د متحده ایالاتو یو چارواکي چې امریکا غږ سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې وویل چې واشنګټن تر اوسه هیڅ داسې څه ندي لیدلي چې وښیي د اسلامي دولت مشر دې وژل شوی وي.

دې چارواکي وویل، " مونږ دا تائید کولی نشو. د دې سربیره مونږ داسې معلومات نلرو چې د دې ادعا ملاتړ وکړي".

په واشنګټن ډي سي کې د ترکیې سفارت هم تر اوسه د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د ادعا په هکله د امریکا غږ غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.

ښاغلي اردوغان تیره ورځ وویل چې د دې هیواد د استخباراتو ادارې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشکوک مشر په عملیاتو کې وژلی دی.

د ترکیې جمهور رئیس په تلویزیون کې اعلان وکړ چې د "ابو حسین القریشي په نامه د داعش مشکوک مشر تیره ورځ د ترکیې د استخباراتي ادارې لخوا په عملیاتو کې ووژل شو".

د ترکیې جمهور رئیس پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې د داعش دا جګپوړی غړی چیرته وژل شوی.

د داعش دې نوي مشر ابو حسین القریشي په هکله ډیر معلومات نشته او دا یې هم مستعار نوم دی.

د متحده ایالاتو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د ابو حسین څخه وړاندې د داعش مشر ددې ډلې د بنسټ ایښودونکو څخه و خو دا نوی مشر د نوي نسل د مشرانو څخه دی.

د امریکا او ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو لخوا شریک شوي استخباراتي معلومات ښیي چې د ابو الحسین په شان د داعش مشران کوښښ کوي ځانونه ډیر مشهور نکړي او په همدې ډول د ترهګرۍ ضد عملیاتو څخه ځانونه بچ کړي.

د ۲۰۲۲ کال راپدیخوا د دې ډلې لږ تر لږه ۱۳ جګپوړي غړي یا وژل شوي او یا هم نیول شویدي.

امریکایي چارواکي وايي د دې ډلې یو جګپوړی غړی عبدالهادي محمود الحاجي تیره میاشت د سوریې په شمال کې په چاپې کې ووژل شو. چارواکي وایي چې د داعش دې غړي په اروپایي هیوادونو کې د بریدونو کولو بندوبست کاوه او د وژل کیدو پر وخت یې هم د بهرنیو اتباعو د تښتولو دسیسه جوړوله.