شاته

ملګرو ملتونو متقي ته د پاکستان او چین د وزیرانو سره د ملاقات لپاره پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) د طالبانو د بهرینو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

په ښاغلي متقي د پخوا راهیسې د امنیت شورا لخوا د سفر کولو او وسلو بندیزونو وه او شتمني یې هم کنګل شوې وه.

په یو لیک چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغې کمیټې ته استول شوی چې په طالبانو د دې شورا د بندیزونو مسؤلیت یې په غاړه دی ویل شوي چې په ښاغلي متقي د سفر کولو دا معافیدنه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ غوښتی دی.

په غوښتنلیک کې ویل شوي چې ټاکل شوې امیر خان متقي د روانې مې میاشتې د ۶ مې څخه تر ۹ مې نیټې پورې پاکستان ته په سفر ولاړ وشي.

په لیک کې دا ندي ویل شوي چې ښاغلی متقي به د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره پدې ملاقات کې په کومو موضوعاتو خبرې وکړي خو دومره پکې ویل شوي چې د دې سفر ټول لګښت به پاکستان ورکوي.

تر دې وړاندې پاکستان او چین دواړو ویلي و چې د طالبانو تر مشرۍ افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په څو ملیارده پروژې کې د راګډیدو هرکلی وایي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره میاشت هم ښاغلي متقي ته ازبکستان ته د سفر کولو اجازه ورکړې وه چې د افغانستان د ګاونډی هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي. په غونډې کې د سولې، انمیت او ثبات په مهمو موضوعاتو بحث کیده.

متقي ته داسې مهال پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونو ګوتریش د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ پیل کړله.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي چې د غونډې هدف دا دی چې د طالبانو سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې تر منځ د نظر یووالي پیدا شي.

ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې غونډه به د تړلو دروازو تر شا وي او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د میرمنو او نجونو د حقونو، ټولشموله حکومتدارۍ، ترهګرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې په شان په مهمو موضوعاتو به پکې خبرې وشي.

ملګرو ملتونو پدې غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړې.

چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات، برتانیه، متحده ایالات، ازبکستان، اروپایي اتحادیه او د اسلامي همکارۍ سازمان هغه هیوادونه او ټولنې دي چې استازي یې دې غونډې ته وربلل شوي.

په دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د دغې غونډې د جوړیدو دمخه د بشري حقونو د ملاتړ ځینو ادارو او د افغان میرمنود حقونو ملاتړو په دې غونډه کې د ښځو د استازو په کم رنګه حضور انتقادونه کړي او په کې یې د افغان میرمنو د استازو په ګډون ټینګار کړی و.

سره لدې چې ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو مسله ددې غونډې په اجنډا کې شامله نه ده.

خو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو په رسمیت پیژندل د ملګروملتونو مسولیت ګڼي او ددغې ادارې څخه یې د رسمیت پیژندلو د بهیر د بشپړیدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې د طالبانود حکومت رسمیت پيژندل به د هیوادونو ترمنځ پرتو ستونزو ته د حل لارو په لټولو کې مرسته وکړي.