شاته

چین ولې له اوکراین سره د روس په جکړه کې د منځګړیتوب هڅه کوي؟

واشنګټن – د چین رهبر شي جینپېنګ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې پېکنګ به اوکراین ته یو استازی واستوي چې له دغه هېواد سره د روس د جګړې په اړه په یو ممکنه سیاسي جوړ جاړي خبرې وکړي.

پېکنګ په تېرو وختونو کې د هېوادونو ترمنځ په شخړو کې له ښکېلتیا څخه ډډه کړې خو داسې ښکاري هڅه کوي ځان د یو نړیوال ډېپلوماټیک ځواک په توګه مطرح کړي.

پېکنګ په مارچ کې د سعودي عرب او د ایران ترمنځ هم خبرې تنظیم کړې چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوو کالو وروسته ډېپلوماټیکې اړېکې بېرته پر ځای شوې.

ولسمشر شي د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې یو چینایي استازی به چې روس ته د چین پخوانی سفیر دی له اوکراین او نورو هېوادونو څخه د دې لپاره لیدنه وکړي چې په یو سیاسي جوړجاړي باندې خبرې وکړي.

خو هغه نه د روس او نه هم په اوکراین باندې د روس د تېر کال د یرغل یادونه کړې او نه یې دا ویلي چې چینايي پلاوی به ماسکو ته هم سفر وکړي.

د شي او زېلینسکي ټیلیفوني خبرو ته د اوږدې مودې راهیسې تمه کېدله کله چې پېکنګ وویل، چې غواړي په دغه جګړه کې د منځګړي رول ادا کړي.

ولې دا ارزښت لري؟

چین یواځینی لوی حکومت دی چې له ماسکو سره دوستانه اړیکې لري او هم یې له اقتصادي پلوه توله درنه ده ځکه وروسته له هاغې چې امریکا او متحدینو یې له روس څخه د تېلو او ګازو اخېستل بند کړل نو چین ددغو تېلو او ګازو تر ټولو ستر اخېستونکی شو.‌

پېکنګ چې په نړیوالو چارو کې د امریکا د برلاسۍ سره د مخالفت لپاره ماسکو ته د خپل سیاسي شریک په سترګه ګوري په اوکراین باندې یې د روس پر یرغل باندې نیوکې نه دې کړي او د امنیت شورا له پنځو دایمو غړو څخه د یو په توګه یې په روس باندې ډیپلوماټیک بریدونه هم نه دي کړی.

زېلینسکي مخکې ویلي، چې دی د منځګړیتوب لپاره د چین د وړاندیز هرکلی کوي.

چین ولې داسې کوي؟

د شي حکومت په نړیوالې ډپلوماسۍ کې د لوی رول په لوبولو سره غواړي چې د چین د واکمن کمیونېسټ ګوند هغه کمپاین پر ځآی کړي چې د یو سیاسي او اقتصادي رهبر په توګه خپلې نړیوالې پولې داسې جوړې کړي چې د پېکنګ له ګټو سره سمون ولري.

دا یو لوی بدلون دې ځکه د لسیزو راهیسې چین د نورو هېوادونو په شخړو کې له ښکېلتیا څخه ډډه کوله او د هغې پر ځای یې د خپل کورني اقتصاد په ودې باندې تمرکز کاوه.

په مارچ کې سعودي او ایران په پېکنګ کې له خبرو وروسته حیرانونکی اعلان وکړ چې له اوه کاله ځنډ وروسته به د یو او بل په هېواد کې بېرته خپل سفارتونه پرانیزي.‌

چین له دواړو هېوادونو سره د تېلو د ستر اخیستونکي هېواد په توګه ښې اړیکې لري.‌

د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېنګ خپل اسرایلي او فلسطیني سیالانو ته ویلي وو چې هېواد یې تیار دی چې د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

د اوکراین او روس ترمنځ له منځګړیتوب سره به په ختیځې اروپا کې چې چین هڅه کوي له نورو هېوادونو سره هم اړیکې جوړې کړي خپل حضور زیات کړي.

له دې سره ځینو اروپايي چارواکو شکایت کړی چې چین کوښښ کوي چې اروپايي ټولنې باندې برلاسي ولري.

خو په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون د پولېټېکل ساینس پروفیسره کېمبرلي مارټین بیا شک څرګندوي چې چین دې په سوله جوړونکي رول کې بریالی شي.

هغې وویل، "زه په سخته په دې باندې باور کولای شم چې چین دې سوله جوړونکی رول ولوبولی شي."

هغې زیاته کړه، پېکنګ " له روس سره ډېر نېږدی دی."

له روس سره د چین څه ډول اړیکې دي؟

چین د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د تجرید شوي حکومت تر ټولو نېږدې او ستر متحد دی.

شي او پېکنګ د کال ۲۰۲۲ د فیبرورۍ د یرغل څخه دمخه یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې د هغوی حکومتونه د ملګرتیا لپاره هېڅ حدود نه لري.‌

پېکنګ کوښښ کړی چې بې پرې څرګند شي خو د یرغل لپاره یې د روس دلایل تکرار کړي.

شي په مارچ کې له ماسکو څخه د لیدنې پر وخت له پوتین څخه تود هرکلی ترلاسه کړ.‌ دغه ډول د چین د دفاع وزیر دا میاشت له روس څخه لیدنه وکړه.‌

د لویدیځ لخوا په روس باندې له بندیزونو وروسته چین له روس څخه د تېلو او ګازو اخېستل زیات کړه خو په کمه بیه.‌ که څه هم ددغې راکړې ورکړې زیات جزیات نه دي په ډاګه.‌

مارټین وویل، د شي او زېلینسکي ټیلیفون "روس ته یو ډول څپېړه وه ځکه روس ډېر لیواله وي چې چین خپل متحده وښيي."

هغې وویل، د چین او اوکراین مستقیمې اړیکې "ښيي چې چین لږ تر لږه له روس څخه یو قدم اخوا اخلي."

د چین اړیکې له اوکراین سره څنګه دي؟

چین د اوکراین د سوداګرۍ یو ستر شریک وو خو بیا هم د چین او د روس ترمنځ له سوداګرۍ څخه په کمه اندازه.

په ۲۰۲۱ کال کې اوکراین چینايي کمپنیو ته داسې پلانونه اعلان کړل چې سوداګرۍ پورې تړلې زېربناوې جوړې کړي.

د زېلینسکي حکومت د پېکنګ په وړاندې هغه وخت زړه نا زړه شو چې شي کوښښ‌ و نه کړ چې د پوتین جګړه ودروي،‌ خو دواړه غاړې سره دوستان پاتې شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن په دې میاشت کې اعلان وکړ چې چین به د اوکراین په جګړه کې یوه لوري ته هم وسلې نه ورکوي او دا ژمنه د اوکراین په ګټه وه ځکه هغوی ته له امریکا او اروپايي‌ هېوادونو څخه ټانکونه،‌ راکټونه او نور ډول ډول وسلې ورکول شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00