هندوستان: ترهګري او د ترهګرۍ ملاتړ د انسانیت خلاف لوی جرم دی
د هندوستان د دفاع وزیر راجنات سېنګ د شېنګهايي کواپرېشن ارګنایزېشن، اېس سي او، په غړو هېوادونو د جمعې په ورځ غږ وکړو ترهګرۍ خلاف دې په شریکه کار وکړي او د هغه چا دې احتساب وکړي چې د ترهګر فعالیتونو مرسته کوي.
د هندوستان د دفاع وزارت وویل سېنګ دغه خبري د اېس سي او یوه ورځنۍ غونډې ته وکړې.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، سېنګ په نوي دلي کې د اېس سي او غونډې ته وویل د ترهګرۍ هر ډول ګام او د دې ملاتړ د انسانیت خلاف لوی جرم دی.
په سیمه کې د همکارۍ د پرمختګ دپاره چین، روس، قزاقستان، کرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په کال ۲۰۰۱ کې د اېس سي او بنیاد اېښودی و. هندوستان او پاکستان وروسته په تنظیم کې شامل کړی شوو.
هندوستان د ډیر وخت راهسې وايي چې پاکستان د هندوستان د اتنظام لاندې کشمیر کې ازادي پسند ډلو ته تربیت، وسله او نور وسایل ورکوي او په هندوستان کې د ترهګرۍ مرسته کوي.
پاکستان نه یوازې د هندوستان دریځ ردوي بلکې وايي هندوستان په پاکستان کې د وسله والو امداد کوي.
ای پي وویل په افغانستان کې په مېرمنو د طالبانو قدغنونه هم د اېس سي او غړو ملکونو دپاره د تشویش وړ موضوع وه.
اېس سي او په سیمه کې د امنیت، تجارت، سرمایه کارۍ، د ماحول تحفظ، انفارمېشن ټېکنالوجي او سیاحت د همکارۍ برخې بلي.
د اېس سي او د غونډې په څنډه کې د هندوستان د دفاع وزیر راجنات سېنګ د روس هم منصب سرګی شوېګو سره ولېدل او دواړو د پوځي او صنعتي ترقۍ په موضع خبرې وکړې.
د هندوستان دفاع وزارت وویل دواړو دفاع وزیرانو ملک دننه دفاعي پېداوار زیاتولو دپاره د هندوستان حکومت مېک اېن انډیا په عنوان تحریک کې د روس په شرکت هم خبرې وکړې.
ای پي وایي هندوستان د خپلې دفاع ۶۰ فیصد ضرورتونه د بهر نه پوره کوي او د هندوستان د وزیراعظم نرندره مودي خواهش دی کور دننه دفاعي پېداوار زیات کړي.
د هندوستان د دفاع وزارت وویل سېنګ او شوېګو د سیمې په امن او امان هم غور وکړو او د دواړو ملکونو ترمنځ او په خصوصي توګه د دفاع په مد کې د همکارۍ زیاتولو لوظ یې وکړو.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي نه اخیستل شوي دي