شاته

لاهور:پولیسو دچوهدري پرویز الهي نیولو لپاره دهغه په کور عملیات کړي

په لاهور کې پولیسو اؤ د غبن ضد محکمې(اینټي کرپشن) مامورینو دپنجاب صوبې دپخواني وزیراعلا اؤ دحکومت مخالف ګوند دصدر چوهدري پرویز الهي دنیولو لپاره دهغه په کور چاپه وهلې ده خو هغه په لاس نه دی ورغلی.

د پاکستاني رسنیو ترمخه پولیسو دعملیاتو یا چاپې په مهال دبکتربند ګاډي په ذریعه دشپې ناوخته دچوهدري پرویز الهي دکور دروازه ماته کړې ده،دهغه دکور یو شمیر ملازمان یې نیولي اؤ دنوموړي په لټه کې یې دحکومت داتحادیي چوهدري شجاعت دکور تالاشي هم اخستې ده خو چوهدري شجاعت یې نه دی موندلی.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم عمران خان دچوهدري شجاعت په کور وهل شوې چاپه غندلې او وایي په ملک کې دقانون واکمني ختمه شوې اؤ دځنګل قانون پکې نافذدی .

پولیسو اؤ داینټي کریشن محکمې چارواکو ویلي په پرویز الهي دپنجاب ګوجرانواله سیمه کې داختیاراتو دناجایزه استعمال اؤ غبن مقدمه درج ده اؤ په هغې کې یې نیول ضروري دي .

خو پاکستاني رسنیو د پرویز الهي د وکیلانو له خولې ویلي چې په دغه مقدمه کې عدالت پرویز الهي ته تر شپږم مئ ضمانت ورکړی دی.

دچوهدري پرویز الهي دنیولو لپاره دماسخوتن نه ګڼ شمیر پولیس اؤ دغبن ضد محکمې چارواکي دپرویز الهي کور ته ورغلي وؤ خو دکور دروازه ورته چا نه خلاصوله.

پاکستاني رسنیو دپولیسو دغه عملیات نیغ په نیغه ښودل چې قابو ټوله شپه روان وؤ اؤ دچوهدري پرویز الهي له کوره په پولیسو اوبه اچول کیدې هم پرې دکاڼو کزارونه کیدل.

دشپې په وروستۍ برخه کې پولیسو د دروازې خلاصولو لپاره بکتر بند ګاډی راوستو اؤ هغه یې د دروازې سره ټکر کړو چې دغسې دروازه ماته اؤ پولیس دپرویز الهي کور ته ورننوتل.

پاکستاني رسنۍ وایي پولیسو دیوې میرمنې په شمول دپرویز الهي دکور نه لږ تر لږه 27 کسان نیولي خو پرویز الهي په لاس نه دی ورغلی اؤ دهغه دنیولو لپاره یې خپل عملیات دوامداره ساتلي دي.

پرویز الهي چې دتحریک انصاف په تېر حکومت کې د پنجاب صوبې وزیراعلا ؤ ،په نزدې وختونو کې یې خپل ګوند پاکستان مسلم لیګ(ق) په تحریک انصاف ګوند کې ورګډ کړی اؤ عمران خان دخپل ګوند صدر ټاکلی دی.

پخواني مرکزي وزیر اؤ دپرویز الهي زوي مونس الهي ویلي پولیس یې په هغه مقدمه کې دپلار په نیولو پسې ورغلي چې پکې عدالت ده ته ضمانت ورکړی اؤ وایي دضمانت کارروایي یې په میډيا هم ښودل شوې وه.

پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په دې چاپه خپل غبرګون کې ویلي هغه په کور دننه دښځو اؤ کورنۍ دعزت اؤ احترام څخه دپولیسو ددې بې نیازه اؤ غیرقانوني چاپې سخته کوي.

عمران خان په ټویټر خپل بیان کې لیکلي م"ونږ دخپلو سترګو په وړاندې پاکستان کې جمهوریت په دوړیدو وینو اؤ دایین ،عدالتي احکاماتو یا ولس دبنیادي حقونو هیڅ درناوی نه دی پاتې شوی"

هغه ویلي تر دې وړاندې دده په کور دغسې یرغل وشو اؤ اوس هم هغه څه دپرویز الهي سره کیږي چې مقصد یې دعمران خان په خبره د دوي ویرول اؤ حوصلې ماتول دي .

خو عمران خان ویلي ډیره یې وزغمله نور به اوس قام ته ددې کړنو پرضد خپله تګلاره مخې ته ږدي.

ځانګړې ویډیوګانې


کروندګر وايي بې وخته بارانونو اندېښمن کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00