شاته

په سوډان کې د ډزبندۍ باوجود سختې نښتې شوي دي

د سوډان سرښار خرطوم او په ام درمان ښار کې د جمعې په ورځ د ډزبندۍ باوجود هېواد د امنیتي ځواکونو د دوو مخالفو فريقېنو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

ترکي وویل د جمعې په ورځ يې یو هوايي جهاز چې د سوډان نه یې انخلا کوله په ډزو لګېدلی خو څه جاني نقصان نه دی شوی. دا په داسې حال چې په جنګ کې ښکیل فريقېن راضي شوي چې په ډزبندۍ کې په د ۷۲ ګنټو اضافه وکړي.

په سوډان کې جنګ دوه هفتې مخکې د پوځ او د نیم پوځي ځواک رېپېډ سپورټ فورسز، ار اېس اېف، د مشرانو جرنېلانو په منځ کې شروع شو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د دوو هفتو په تشدد کې په سلګونو کسان وژل شوي، خرطوم د جنګ په مېدان بدل شوی او سوډان يې په شخړه مبتلا کړی دی.

د افریقايي او د عرب ملکونو ترڅنګ متحده قومونه او امریکا د ثالثۍ او د سولې کوښښونه کوي.

د دغو کوښښونو په نتیجه کې یوازې عارضي ډز بندي شوي خو مستقل امن لا نه دی ترلاسه شوی.

د عارضي جنګ بندۍ په مهال په زرګونو خلک سوډان نه د ځمکې، هوايي جهازونو او سمندر دلارې وتلي دي.

د سوډان د صحت وزارت ترمخه، په جګړه کې لږ تر لږه ۵۱۲ کسان وژل شوي دي او تر ۴۲۰۰ پورې کسان زخمیان شوي دي. د سوډان د ډاکټرانو سېنډيکېټ چې ملکي کسانو د تلفاتو حساب کتاب ساتي، وايي په جنګ کې لږ تر لږه ۳۸۷ کسان وژل شوي دي او ۱۹۲۸ ملکي کسان زخمیان شوي دي.

ای پي د علاقي د اوسېدونکو له قوله وویل د جمعې په ورځ د خرطوم په شمنه علاقه کې کفور کې درنه جګړه وشوه، سختې ډزې او درې چاودنې اورېدل کېدې او هوايي جهازونو د ار اېس اېف په محاذ بمباري کوله.

د پوځ د مرکز، د ریپبلېکن پېلېس یا جمهوري محل او د نړیوال ایرپورټ شا او خوا هم د نښتو خبرونه راغلي دي. دغه علاقې د اپرېل په ۱۵ نېټه د شروع شوي جنګ مرکزونه دي.

ام درمان ښار د خرطوم نه پورې د نیل دریاب بلې غاړې ته پروت دی. په ام درمان کې هم چاودنې اورېدل شوي دي.

ای پي وايي د پوځ جنرل عبدالفتح برهان او د ار اېس اېف جنرل محمد همدان ډاګلو یو هم تر اوسه نه دی کامیاب شوی چې بری او د افریقې په دریم لوی ملک واک اختیار ترلاسه کړی شي.

د متحده قومونو د مهاجرینو ادارې یو اېن اېچ سي ار د جمعې په ورځ وویل چې د جنوبي سوډان، اېرېټریا او ايتوپیا تر ۴۰۰۰۰ کډوال چې په خرطوم کې اوسېدل، جنګ دلاسه د سوډان نه وتلي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې


کروندګر وايي بې وخته بارانونو اندېښمن کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00