شاته

تازه شمېرې ښایي پاکستان کې دګرانۍ کچه 46.82 فیصدي ته لوړه شوې ده

پاکستان کې د ګرانۍ کچه پرله پسې په بره روانه ده اؤ دولتي شمیرې ښایي چې له روژې وروسته په تېره اوونۍ کې هم ګراني 0.15 فیصدي سېوا شوې چې ورسره په کلیز ډول دګرانۍ کچه 46.82 فیصدي ته رسېدلې ده.

دشمیر شمیرو ملګري ادارې دګرانۍ په اړه خپل اوونیز رپورټ کې ویلي په 27م اپریل ختمه شوې اوونۍ کې کې دګرانۍ کچه نوره هم په بره تللې ده اؤ دیو شمیر خوراکي توکو بیعې لوړې شوې دي.

دغه رپورټ ښایي چې په یوه اوونۍ کې دپاکستان دننه 21 توکي ګران شوي،د7ؤ نرخونو کې کمی شوی اؤ 23 توکي پځائ ولاړ پاتې شوي.

د رپورټ له مخې د الوګانو نرخ 8.22، دچرګ 1.75، داوړو 1.55، دګوړې 1.23 او د ډبل ډوډۍ نرخونه 1.13فیصدي په بره تللي دي.

همدا شان د وریژو، نرۍ غوښې ،غټې غوښې،پیو اؤ اوګې نرخونه هم لوړ شوي دي.

خو رپورټ ښایي چې بیا په تېره اوونۍ د ټماټرو بیعه 19.20 فیصدي، د کېلو 5.39 فیصدي، دچینو 1.19فیصدي او دپیازو بیعې 1.40 فیصدي په ښکته راغلې دي.

دشمیر شمېرې د ادارې د روپورټ له مخې په تېره اوونۍ کې هغه خلک ګران تر ټولو زیات اغېزمن کړي چې میاشتنۍ ګټه وټه یې تر44 زرو اؤ 175 روپو پورې وي او وایي دغه طبقې لپاره د ګرانۍ کچه 48.23 پاتې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې حکومت دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه دپور دپیسو ترلاسه کولو په غرض ددغه نړیوالې ادارې دشرطونو په اساس دتېلو،بجلۍ اؤ ګیس بیعې لوړې کړي اؤ دټیکسونو په مد کې یې هم ځېنې رعایتونه بېرته اخستي دي چې ورسره ګراني سیوا شوې ده.

څېړونکي وایي پاکستان کې په چټک ډول دګرانۍ سیوا کیدو دنورو وجوهاتو تر څنګ یو علت دا هم دی چې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې دتاریخ تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلې ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې هم په ښکته تللي اؤ نزدې څلور اربه ډالرو ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې 0.5 فيصده ته د ټيټېدو او ورسره د دوو کلونو لپاره د ګرانۍ د کچې 20 فيصده ته د لوړېدو اټکل کړی دی.

الياتي ادارې ايي اېم اېف په خپل رپورټ کې په ګوته کړې ده چې د خلکو مشکلات به زر حل نه شي.

نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ويلي چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي.

اقتصاد پوهان د سرکاري شمېرو په اساس وايي په پاکستان کې دا وخت د بې روزګارۍ کچه د 7 او 8 فيصده ترمنځ ده او هرکال 30 لکه ځوانان د روزګار مارکيټ ته داخليږي او دغو خلکو ته د روزګار ورکولو لپاره باید چې اقتصاد وده باوري کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


کروندګر وايي بې وخته بارانونو اندېښمن کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00