شاته

پاکستان دا دعوې رد کړي چې ګنې د روس پرضد جنګېدو لپاره یې د اوکراین پوځ ته راکټونه ورکړي دي

پاکستان د اوکراین دپوځي کمانډر هغه دعوې په کلکه رد کړي چې ویلي یې وؤ روسیې سره په روانه جګړه کې ورته پاکستان بې کفایته یا غیر معیاري راکټونه ورکړي دي .

دپاکستان دخارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ دجمعې په ورځ مطبوعاتو ته داوونیز احوال تېرولو په وخت ویلي پاکستان د روس اؤ اوکراین په شخړه کې په بې پرې یا بې پلوه تګلاره په سختۍ سره عمل کوي اؤ هیڅ یو اړخ ته یې وسلې نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې برتانوي خبري شبکې بي بي سي د اوکراین دپوځ د17م ټینک بټالین یا قطعې د کمانډر ولودیمیر له خولې دعوه کړې وه چې اوکراین ته دپاکستان ،رومانیه اؤ چیک لخوا راکټونه ورکړل کیږي خو ددې سره سم هغه تور لګولی ؤ چې پاکستان کوم راکټونه ورکړي دي هغه بې کفایته دي.

د اوکرایني پوځ دکمانډر له دې دعوې وروسته په نړیواله کچه دا بحثونه راپورته شوي وؤ چې ایا پاکستان اوکراین کې د روس پرضد په جګړه بوختو پوځیانو ته وسلې ورکوي اؤ که نه ؟

دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې وویل پاکستان د اوکراین اؤ روس ترمنځ شخړه کې بې پلوه دی اؤ هیڅ یوې ډلې ته یې وسلې اؤ مهمات نه دي ورکړي.

دهغې وینا وه "خو مونږ ته په دې پوهیدل پکار دي چې په تېرو وختونو کې اوکراین سره دپاکستان پیاوړې دفاعي اړېکې پاتې شوې دي"

تر دې وړاندې هم دپاکستان لخوا اوکراین ته د وسلو ورکولو دعوې څو کرته مخې ته راغلې دي خو تر اوسه د اوکراین حکومت یا کستان ددې دعوؤ پخلی په رسمي ډول نه دی کړی.

سږکال د فرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې د اوکراین سفیر مارکیان چوچک د پاکستان او اوکراین د دوه اړخیزه تعلق په لړ کې وي او ای ته ویلي وؤ 30کاله مخکې پاکستان په مشکل کې وو نو اوکراین ورته د 300 نه زیات جنګي ټېنکونه ورکړي وو او د ټېنکونو صنعت په قیام کې یې د پاکستان مرسته کړې وه.

دبي بي سي د یو رپورټ له مخې اوکراین دکال1997 نه تر 1999م پورې دیو دفاعي تړون په اساس پاکستان ته 320 ټي -80 یو ډي ټینکونه ورکړي وؤ چې ددې تړون له امله تر څه مودې بیا د اوکراین اؤ هند اړیکې خړې شوې وې.

د روسې سره په تېرو وختونو کې دپاکستان اړېکې خرابې پاتې شوې وې خو په دې وروستیو کې دواړه هیوادونه یو ځل بیا په بیلابیلو څانګو کې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي اؤ دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف روانه اوونۍ ویلي وؤ چې د روسیې نه به ډیر زر په ارزانه بیعه اخستل شوي تیل پاکستان ته راورسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې


کروندګر وايي بې وخته بارانونو اندېښمن کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00