شاته

استخباراتي ادارو د امریکايي شهریانو څارنه کمه کړې

د امریکې استخباراتي ادارې افس اف دي ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس په خپل ورستي رپورټ کې ویلي د هغه امریکايي شهریانو او په امریکا کې په قانوني توګه د مېشتو خلکو شمېره کمه شوي چې استخباراتي ادارې یې د څارنې دپاره په هدف کوي.

د شفافیت په اړه رپورټ چې د جمعې په ورځ شایع شوی، وویل په کال ۲۰۲۲ کې عدالت د تالاشۍ ۴۹ حکومونه منظور کړي وو. په ۲۰۲۱ کې دغه شمېره ۶۷ او په ۲۰۲۰ کې دغه تعداد ۱۰۲ و.

د دې ترڅنګ د هغو امریکایانو شمېره هم کمه شوې چې د غیرملکي استخباراتي معلوماتو په بنیاد ترې د امریکې قانون نافذ کونکو ادارو تفتیش کړی، د دې باوجود چې عدالت نه د تفتیش اجازت نامو په اخیستلو کې اضافه شوې ده.

د فارن انټېلېجنس سروېلېنس اېکټ قانون دلاندې د امریکې وفاقي تحقیقاتي اداره اېف بي ايي او استخباراتي اداره نېشنل سېکيورټي اېجنسي په الېکټرانک کچه د غیر امریکایانو څارنه کولی او د هغوی په اړه معلومات راټولولی شي خو په دې کوښښونو کې په ځینو وختونو کې د امریکایانو په اړه هم معلومات راټولېږي. د کانګرس ځینې غړي او د شهري حقونو ډلې وايي اېف بي ايي د معلوماتو غلط استعمال کوي.

د رپورټ ترمخه په ۲۰۲۲ کې د اېف ايي اېس ای د ۷۰۲ مادې د لاندې ۲۴۶۰۰۰ غیر امریکایان د څارنې دپاره په هدف کړی شوي وو چې د تېر کال په مقابل کې په کې ۱۳۶۰۰ اضافه ده.

د اېف يي اېس ای د ۷۰۲ دلاندې د استخباراتي معلوماتو راټولولو دپاره ورکړی شوی مېعاد د سږ کال تر اخېره ختمېږي خو اېف بي ايي او او ډي اېن ايي چې کانګرس دې استخباراتي ادارو ته دغه اختیار بیا ورکړي.

د اېف بي ايي مشر کرېسټوفر ری تېره میاشت کانګرس ته وویل په امریکايي شهریانو جاسوسي تر ۹۳ فیصد پورې کمه کړی شوې او په اېف بي ايي کې اصلاحات شوي دي.

د ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د استخباراتي چارو د کمېټۍ مشر مایک ټرنر او د کمېټۍ غړي ډېرېن لاهوډ په یو بیان کې وویل داسې بامعني اصلاحات پکار دي چې د اېف ايي اېس ای د لاندې د اېف بي ايي د غلط رجحان مخه ونیول شي.

د کانګرس غړو وویل د امریکایانو د شهري ازادۍ تحفظ پکار دی.

د قانون سازانو ترڅنګ د انساني حقونو فعالان هم د امریکایانو د شخصي زاردارۍ غوښتنه کوي.

د امېرېکن سېول لېبرټیز یونین د نېشنل سېکیورټی پراجېکټ پېترېک ټومي د اېف بي ايي اېنجنټان بغیر د عدالت د اجازته په خپلو کمپیوټرو هره ورځ د امریکایانو په اړه معلومات لټوي او د کلونو د غلط استعمال نه پس وخت راغلی چې ګانګرس ګام پورته کړي او د ایین سره سم تالاشۍ دپاره د وارنټ یا د اجازت نامې پابندي ولګوي، چې بغیر د وارنټ یا عدالت د اجازت نه به اېف بي ايي د امریکایانو په اړه معلومات نه لټوي.

په کانګرس کې د دغه تشویش باوجود استخباراتي مامورین غوښتنه کوي چې د اې ايي اېس ای د ۷۰۲ ماده دې په ځای وساتل شي ځکه چې دا د ملک دننه د امریکایانو د تحفظ او د ملک نه بهر د امريکې مفاداتو دپاره اهمیت لري.

د اېن اېس ای د سایبر سېکیورټي ډرېکټر راب جوایس دا میاشت وویل چې د اېف ايي اېس ای ۷۰۲ ماده د استخباراتو اهم سرچینه ده.

د سي ايي ای ډرېکټر وېلیم برنز دا میاشت په ټېکسس ریاست کې د رایس یونېورسټۍ یوې غوڼدې ته وویل چې د اېف ايي اېس ای ۷۰۲ ماده د نشۍ توکیو د سمګلنګ په مخنیوي کې اهمه الا ده.

استخباراتي چارواکي وايي دا هم د اېف ايي اېس ای د ۷۰۲ مادې دلاندې راټول شوي معلومات وو چې په بنیاد يې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري ووژل شو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


کروندګر وايي بې وخته بارانونو اندېښمن کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00