شاته

امریکايي تلویزیون فاکس نیوز د ناسمو ادعاوو خپرولو له امله ۷۸۷ میلیونه ډالر جریمه ومنله

د امریکايي خبري شبکې فاکس نیوز حقوقي قضیه چې روانه میاشت یې د ګڼو امریکایانو پام ځان ته اړولی و، د محاکمې څخه د ژغورل کېدو په موخه په جوړجاړي پای ته پای ته ورسېده.

د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بې بنسټه ادعاګانو خپرولو له امله دغې شبکې د ډومینین ټاکنیزو خدمتونو شرکت ته د ۷۸۷ میلیون ډالرو ورکولو هوکړه وکړه.

د ډومینین شرکت وايي فاکس نیوز خبري شبکې د دوی د رایې ورکولو د ماشینونو په هکله ناسم معلومات خپاره کړي وو او پر دغه شرکت یې تور لګولی و چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ډونلډ ټرمپ په وړاندې د جو بایډن بریا ته لاره پرانستې وه.

د ډومینین ټاکنیزو خدمتونو د شرکت اجرایوي مشر جان پولوس د قضیې په اړه وايي: "فاکس اعتراف کړی چې د ډومینین شرکت په اړه یې درواغ ویلي چې له امله یې زموږ شرکت، کارکوونکو او زموږ مشتریانو ته پراخ زیان اوښتی دی."

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا بیا ویلي چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې له نوموړي څخه غلا شویدي خو د خپلې ادعا لپاره یې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د هغه مدافع وکیل ویلي چې د ډومینین ټاکنیزو ماشینونو په دغه قضیه کې ونډه لرلې او دا هغه ادعاوې دي چې فاکس نیوز په خپلو خپرونو کې بیا بیا تکرار کړیدي.

د ډونالډ ټرمپ پخوانی مدافع وکیل سیډني پاول د ډومینین کمپنۍ په اړه وايي: "د رایو د شمېر پر وخت د شپې په نیمايي کې هغه مهال چې ویل کېدل دوی د رایو شمېرل ودرول، په دغه وخت کې د ډومینین کمپنۍ کارکوونکي ورننوتل، اضافي رایې یې ورشاملې کړې او ټول سیستم یې بدل کړ."

حقوقي پلټنو هغه متني پیغامونه په ډاګه کړل چې پکې څرګندیږې چې د فاکس نیوز ژورنالیستان په خپل منځ کې د ټرمپ پر ادعاوو شک لري خو نه یې ښکاره کوي. له همدې امله دغې شبکې د جوړجاړي په وسیله خپل ژورنالیستان د محاکمې څخه وژغورل.

د فاکس نیوز ادارې تر جوړجاړي وروسته په خپله اعلامیه کې وویل: "موږ د محکمې د موندنو سره همږغي یو چې د ډومینین په هکله ځینې مشخصې ادعاوې غلطې وې."

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې: "موږ هیله لرو چې د جوړجاړي دغه پرېکړه د هیواد لپاره حل وګڼل شي."

آیا د یوه تور د جوړجاړي دومره لویه قضیه به د امریکا نورې خبرې شبکې د حقایقو سره مسئولانه چلند ته مجبورې کړې؟ د ځینو شنونکو په نظر، ښايي.

د سیراکیوز پوهنتون استاد روی ګټرمن وايي: "دا نورو رسنیو ته دا پیغام لېږي چې د خپرونو د چلوونکو او خپرېدونکو واقعیتونو سره مسئولانه چلند وکړي او تر خپرېدو مخکې یې وڅاري."

یو شمېر نور شنونکي چې غواړي وپوهېږي چې امریکايي ژورنالیزم پر کوم لور روان دی ګوري چې د فاکس نیوز شبکې مشهور ژورنالیست ټکر کارلسن ته څه ورپېښېږي، چې ددغه جوړجاړي څو ورځې وروسته یې د فاکس نیوز سره همکاري پای ته ورسېده.

فاکس او کارلسن د خپلو لارو بېلولو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کارلسن ویلي چې د څه کولو پلان لري.