شاته

ملګري ملتونه: د دوحې په غونډې کې د طالبانو په رسمیت پیژندنه د خبرو موضوع نده

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په هکله په غونډې کې د طالبانو په رسمیت پیژندنه د بحث موضوع نده بلکې د غونډې هدف د افغانستان په هکله د دوامدار مخکې تګ لپاره د نړیوال تعامل بیا پیاوړي کول او ګډو اهدافو لټول دي.

ښاغلي دوجاریک جمعه اپریل ۲۸ (غوایي۸) وویل چې غونډه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو د حقونو، ټولشمول حکومت، د ترهګرۍ سره د مبارزې او مخدره موادو د قاچاقو سره د مبارزې په هکله د پیغامونو یووالی او شریکوالی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند همدرانګه وویل چې عمومي منشي د دوحې په غونډې کې طالبانو ته د ګډون بلنه نده ورکړې.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وروسته تر هغه د دوحې د غونډې په هکله وضاحت ورکړ چې د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد طالبانو سره د تعامل پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره یو کنفرانس جوړوي.

میرمن محمد ویلي وچې تر راتلوونکو دوو اونیو پورې به افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په لومړي ځل په سیمه کې په یوه غونډه کې راټول شي.

د میرمن محمدي د څرګندونو څخه څو هیوادونو او ادارې په انتقادي توګه د طالبانو په رسمیت پیژندلو په هکله د خبرو سره مخالفت څرګند کړ.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پدې هکله په یوې اعلامیې کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره هرډول هڅه افغانانو ته د منلو نه ده او باید په دې اړه بحث په هیڅ ډول د دوحې د غونډې په اجندا او یا په هیڅ بله کومه غونډه کې شامل نشي.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې په دا ډول یو کنفرانس کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې اترې ورته د منلو وړ نه دي.

یو امریکايي چارواکي د تیره اوونۍ امریکا غږ ته وویل چې په دوحې کې د دې غونډې هدف هېڅکله د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه بحث نه و او" په دې غونډې کې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هر ډول خبرې به د منلو وړ نه وي".

د اروپایي پارلمان یوې غړې هم د طالبانو په رسمیت پیژندلو سره خپل مخالفت وښود.

هنا نویمن چې د پارلمان په غونډې کې یې خبرې کولې وویل، " ناوړه حقیقت دا دی چې طالبانو میرمنې په کورونو کې اسیرې کړي او غواړي چې د جهادي ډلو نوی نسل وروزي".

هغې زیاته کړه، " طالبان میرمنې تعلیم، کار کولو او پارکونو تلو ته نه پریږدي. هغوي پخپل تازه شدید فرمان کې میرمنې د ملګرو ملتونو په ادارو د کار کولو څخه هم منع کړي".

میرمن نویمن زیاته کړه، "دا ټول هغه دلایل دي چې مونږ باید څه چې په افغانستان کې پیښیږي، په دقت وګورو او د طالبانو په رسمیت پیژندلو په هکله فکر هم ونکړو".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیدل خو تر اوسه د هغوي سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.