شاته

د پاکستان د پوځ لوی درستیز چین ته د اړیکو قوي کولو لپاره تللی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر جمعه اپریل ۲۸ (غوایي۸) په څلور ورځني رسمي سفر بیجنګ ته رسیدلی دی.

جنرال عاصم پدې ملاقات کې د چین د پوځي او نورو مشرانو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د نظامي همکارۍ په ډیروالي غږیږي.

د چین سینهیوا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان دې جګپوړي پوځي چارواکي د چین د مرکزي نظامي کمیسیون د مشر ژانګ یوکسیا سره کتلي او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي یې ثابتې بللي دي.

په راپور کې د ښاغلي یوکسیا له قوله ویل شوي، " مهمه نده چې نړیوال وضعیت څه ډول بدلیږي، چین پخپلې سیمه ایزې دپلوماسۍ کې پاکستان ته تل لومړیتوب ورکړی".

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د پاکستان پوځ به د چین سره خپله "ریښتیني همکاري" لا پراخه کړي او یو ځای به د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو او د سیمې د امنیت او ثبات ساتنه کوي".

جنرال منیر همدارنګه د چین د خلق آزادۍ پوځ عمومي قوماندانۍ ته ولاړ او د پوځي قوماندانانو سره یې تفصیلي خبرې وکړلې.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې ویلي چې پدې غونډې کې په دوه اړخیز امنیت او نظامي همکارۍ اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.

په همدې حال کې د پاکستان یو پخواني دپلومات علي سرور نقوي امریکا غږ ته وویل چې دا ملاقات د دواړو هیوادونو پوځ ته مهم دی او په پاکستان د هغو چینایي اتباعو په امنیت به هم خبرې پکې وشي چې پدې هیواد کې په ګڼ شمیر پروژو کې کار کوي.

چین تیر کال وروسته تر هغه په خپل اوږدمهاله متحد پاکستان فشار واچاوه چې درې چینایي ښوونکي په یو برید کې ووژل شول.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان څخه غوښتي و چې پدې هیواد کې د چینایي اتباعو امنیت تامین کړي او ډیر ژر هغه کسان عدالت ته راکاږي چې د دریو چینایي ښوونکو په وژلو کې لاس لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ډیر وضاحت له ورکولو پرته وویل:"د وژل شویو چینایانو وینه باید بې ځایه نشي او کوم کسان چې ددې پیښې تر شاه دي ددې کار قیمت به ورکړي."

دا برید د کراچۍ په ښار کې د چین د انستیتوت د دروازې مخ ته هغه مهال وشو چې یوې ځانمرګې برید کوونکې پرځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي د چینیایي کارکوونکو د بس موټر مخ ته والوزول.

ددغه انستیتوت مشر هم د دریو وژل شویو چینایانو په منځ کې و. یو پاکستانی چلوونکی او یو بل چینایي ښوونکی په دې پيښه کې ټپیان شوي‌ و.

د چین – پاکستان نظامي همکاري

پاکستان د چین څخه د ۲۵ J-10 جنګي جیټ الوتکو پیرودلو موافقه کړې وه چې ۱۲ یې وار د مخه پاکستان ته ورکړل شوي او ښایي چې په پاتې نورو یې هم پې ملاقات کې بحث وشي.

پاکستان همدرانګه غواړي د خپل پوځ لپاره د چین څخه ټانکونه او نورې وسلې هم واخلي او د هغو اتو اوبتلونو پر سر به هم خبرې وشي چې ټاکل شوې وه څلور یې په پاکستان او څلور نور یې په چین کې جوړ شي.

د پاکستان د پوځ یو متقاعد جنرال نعیم خالد لودهي امریکا غږ اردو څانګې ته په مرکې کې ویلي چې ګڼ شمیر هیوادونه د متحده ایالاتو پر ځای د چین سره ملګرتیا کول غواړي او پاکستان هم باید ددې فرصت څخه ګټه واخلي.

ښاغلي لودهي زیاته کړه، " امریکا د چین سره د مقابلې لپاره د هند ملاتړ کوي چې دا زمونږ په ګټه نده. هغوي همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه غواړو چې دا هم زمونږ په ګټه نده نو له همدې کبله پاکستان باید خپلې پریکړې پخپله وکړي او ښایي په همدې موضوعاتو به د چین د چارواکو سره خبرې وشي".