شاته

پاکستان د دوایانو په قیمتونو کې د ۲۰ فیصد اضافې منظوري ورکړې 

پاکستان د جمعې په ورځ‌ د عامو دوایانو په قیمتونو کې د ۲۰ فیصد او د ضروري دوایانو په قیمتونو کې د ۱۴ فیصد اضافې منظوري ورکړه خو روېټرز خبري اداره وايي دوا ساز کمپنو احتجاج وکړو چې د دوایانو په قیمتونو کې اضافه لږه ده.

روېټرز وویل د دوایانو په نرخونو کې د زیاتوالي فېصله د حکومت او د دواساز کمپنو او د دوا درامد کونکو ترمنځ د تېرو څو میاشتو د جمود وروسته مخې ته راغلې ده.

رپورټ وایي دواسازانو او درامد کونکو د دوایانو په قیمتونو کې د ۳۹ فیصد اضافې مطالبه کوله او خبرداری یې کولو چې که په دغه کچه نرخونه زیات نه کړی شي نو په پاکستان کې به د دوا صنعت تباه شي.

روېټرز وايي د پاکستانۍ روپۍ د غورځېدو، په ځینې شیانو د سبسېډی د ختمېدو او د ايي اېم اېف نه قرض اخیستلو دپاره په ځینو شیانو د ټېکسونو زیاتېدو له امله په پاکستان کې د ګرانۍ شرح د مارچ په میاشت کې ۳۵ فیصد ته رسېدلې ده. د خوراک په قیمتونو کې ۴۷ اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه د پاکستان حکومت تر اوسه پورې د دوایانو په قیمتونو کې د اضافې مزاحمت کولو د دې ویرې په سبب چې د داسې کولو دلارې به د انتخاباتو نه مخکې مقبولیت دلاسه ورکړي.

د حزانې وزارت وویل درې میاشتې پس به د دوایانو د قیمتونو نظرثاني کوي.

د دوا جوړونکو کمپنو اتحاد پاکستان فارماسېوټیکل مېنوفېکچرنګ اېسوسي اېشن د دوایانو په قیمتونو کې د اضافې غندنه وکړه او ویې وېل د نرخونو زیاتوالی يې د توقع نه کم دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00