شاته

متقاعد امریکايي جنرال: له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ امکان شته

پخوانی امریکايي جنرال پېټریک راینرټ چې په افغانستان کې یې خدمت کړی وايي، په افغانستان کې دا وخت فضا بې نظمه ده او دا حالت د امریکا د خوندیتوب دپاره ګواښ کېدای شي.

د ډیرو نور پخوانیو امریکايي پوځي افسرانو او قوماندانانو په څېر، دا پخوانی جنرال هم د دوحې تړون د افغانستان نه د بې وخته وتلو او د کابل د سقوط لامل بولي.

جنرال راینرټ چې په افغانستان کې یې د قضايي سیستم په جوړولو کې مرسته کړې، وايي د داسې ویډیوګانو په لیدلو سخت خواشینی کیږي چې ښيي د طالبانو له خوا خلک سنګساریږي، په سرکونو باندې ځورول کیږي او په ډزو ویشتل کیږي.

نوموړی د طالبانو پر حکومتولۍ نیوکه کوي او وايي: "یو ملت داسې نه جوړیږي... افغانستان یو سیمه ده چې دا وخت د یوې جنایتکارې ډلې په منګولو کې ده."

جنرال راینرټ وايي، په دې باور دی چې دا حالت به تر هغو دوام وکړي چې د طالبانو یوه معتدله ډله راشي او بدلون راولي. خو زیاتوي چې تصور نه کوم چې دا کار به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

دا امریکايي جنرال وايي، که داعش په افغانستان کې خوندي ځای ولري، نو یقیناً دا به ددغې ترهګرې ډلې لپاره اسانه کړي چې د لویدیځ په ګټو باندې برید وکړي.

جنرال راینرټ افغانستان اوسمهال د امریکا د امنیت لپاره ګواښ ګڼي او زیاتوي: "موږ په افغانستان کې د بې نظمه فضا په موجودیت کې خوندي نه یو. خو کله چې افغان اردو هلته له طالبانو سره جګړه کوله او دا ډله یې مهار کړې وه، امریکا خوندي وه."

د جنرال راینرټ بشپړه مرکه دلته وګورئ. په سر کې له نوموړي څخه پوښتل شوي چې د افغانستان روان وضعیت څنګه ارزوي؟