شاته

هبت الله اخندزاده:که هرڅه کیږي خو خپل اسلامي حکومت کې به دبهرنۍ مداخلې اجازه نه ورکوو

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر هبت الله اخند زاده (چې هغوي یې امیرالمونین بولي) ویلي که هرڅه وشي خو هغه به افغانستان کې خپل اسلامي حکومت کې بهرنۍ مداخلې ته اجازه ورنه کړي .

دجمعې په ورځ د وړوکي اختر دنمونځ په مهال دکندهار په یو جومات کې ورټولو شوؤ نمونځ ګزارو ته خپله وینا کې دطالبانو مشر لپاره ویلي چې داسلامي احکاماتو له مخې به افغانستان کې دهرچا سره انصاف کیږي اؤ دټولو حقونه به تضمین وي خو هغه په پخپله وینا کې دښځو د کار اؤ دنجونو په زده کړو دبندیزونو په هکله هیڅ نه دي ویلي.

هغه اګست 2021 کې دطالبانو اقتدار ته د بیا رسېدو نه وروسته افغانستان کې "په اسلامي شریعت د اډاڼه" حکومت دجوړیدو ستاینه وکړه.

دملا هبت الله په خبره "دا دافغان ملت کامیابي اؤ نېکمرغي ده چې الله هغوي ته یو اسلامي شرعي نظام ور پېرزو کړی دی" "ما دالله سره وعده کړې ده چې ترڅو ژوندی یم افغانستان کې به دکفر یو قانون هم نه پلي کیږي"

هغه وویل دهر هغه عمل مخه به نیسي چې اسلام ته ترې خطره وي،یا داسلام پرضد وي

دنور کله په څېر دا ځل هم میډیا ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې دطالبانو دمشر ددغه وینا کوریج وکړي خو دملاهبت الله ویاند بیا دجمعې په شپه ناوخته دخپل مشر خبه په غږییز ډول خپره کړه.

طالبان په افغانستان کې نزدې دوه لسېزې په جګړه بوخت پاتې شوي وؤ اؤ هغوي 20 میاشتې مخکې په افغانستان کې دنړیوال ملاتړ نه برخمن حکومت نسکور کړی ؤ اؤ په واک یې قبضه کړې وه.

دطالبانو دحکومت رامنڅته کیدو وروسته هغوي په افغانستان کې دشپږم ټولګي نه پورته دنجونو په زړه کړو بندیز لګولی ،ښځې یې په دفترونو کې دکار کولو اؤ پارکونو ته له تګ منعې کړې دي .

نړیوالې ټولنې دښځو په کار اؤ دنجونو په زده کړو دلګول شوؤ بندیزونو سخته غندنه کړې ده اؤ په طالبانو یې نیوکو ته دوام ورکړی دی خو طالبانو دنړیوالو دنیوکو اؤ اندېښنو په پرواه نه کولو سره په دې وروستیو کې په ښځو دبندیزونو لړۍ نوره هم غڅولې اؤ اوس یې په این جي او ګانو اؤ دملګرو ملتونو په دفترونو کې هم دښځو په دندو بندیز لګولی دی.

نړیواله ورورولي افغانستان کې دبشري حقونو دنورو پامالیو ترڅنګ دښځو په کار اؤ دنجونو په زده کړو بندیزونه دوي جابرانه اؤ غیر منصفانه ګامونه بولي اؤ دهغوي دحکومت په رسمیت منلو نه انکار کوي.

هبت الله اخندزاده دجمعې په ورځ خپله دا تازه وینا په داسې حال کې کړې ده دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریش د راتلونکې میاشتې په پیل کې په قطر کې دټولې نړۍ دسفیرانو یوې غونډې راجوړولو ته تابیا نیولې ده تر څو په دغه غونده کې په افغان میرمنو دلګول شوؤ سختو بندیزونو په تناظر کې د وړاندې تګ په لاره غور وکړل شي.

امریکې دمئ دمیاشتې په وړومبۍ اؤ دویمه نیټه دملګرو ملتونو په کوربه توب راجوړیدونکې دې غونډه کې دطالبانو په رسمیت دمنلو په اړه هر رقم مذاکرات رد کړي دي.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویدانټ ټټیل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي "ددې لیدنې موخه کله هم دطالبانو په تسلیمولو خبرې اترې کول نه دي اؤ په دې غونډه کې به دطالبانو په رسمیت دمنلو په اړه هر رقم خبرې مونږ ته دمنلو وړ نه وي"

تر دې وړاندې دملګرو ملتونو دسرمنشي مرستیالې امینه محمد د دوشنبې پ هورځ پرنسټن پوهنتون کې یو سیمینار ته ددغه غونډې دجذیاتو ښکاره کولو په مهال ویلي وؤ چې دطالبانو دحکومت په رسمیت دمنلو معامله به هم دغونډې په ایجنډه کې شامله وي.

خو دملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې قطر کې راجوړیدونکې دې غونډه کې به کېدونکې خبرې دطالبانو په رسمیت دمنلو معامله باندې متمرکز نه وي.

هغه ویلي وو ددې خبرو موخه مخې ته په پرتو چیلنجونو د رایو یووالی پیدا کول دي.

(د وي او ای انګلش په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00