شاته

تورخم کې د غره ښويېدو د ملبې لرې کولو عمليات په پينځمه ورځ هم دوام لري

د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې د تورخم پولې ته نزدې ته چې کوم غر راښويېدلې، افغانستان ته تلونکي مال وړونکي ګاډي ترې لاندې راغلي وو، د غره ملبې لرې کولو عمليات نن په پينځمه ورځ هم دوام لري، او تر اوسه پورې د ملبې څخه اووه مړي راويستل شوي چې ټول د افغانانو وو.

په سيمه کې د ژغورنې په عملياتو بوختې ادارې [رېسکيو1122] د خېبر ضلعې وياند مقصود عالم وي او اې ډیوه ته وويل، نن د وړوکي اختر په ورځ هم د ملبې لرې کولو عمليات دوام لري.

هغه وویل د دوی سره اوس هم د افغانستان يو تن موجود دی چې وايي د هغه يو خپلوان د ملبې لاندې دی.

هغه زياته کړه د پرونه پورې د ملبې څخه اووه مړي راويستل شوي او اووه واړه د افغانستان وو.

هغه وویل، دوی 80فيصده علاقه پاکه کړې خو پرون پرې د پاسه نور غر راوښويېدلی هغې ورته کار نور سېوا کړی وو.

د ادارې ترمخه تراوسه پورې د ملبې څخه 25 ګاډي هم راويستل شوي دي.

ياد غر په هغه ځای راښويېدلی په کومه لاره چې افغانستان ته مال وړونکي ګاډي ځي او څومره ګاډي او کسان چې د غره لاندې راغلي دغه ټول افغانان وو.

په تورخم کې د اپريل د 18مې او 19مې په مينځنۍ شپه کې غر راښويېدلی او د هغې وخت نه بيا د غره لاندې ګېر شوو کسانو او ګاډي راویستو عمليات پېل کړی شوي وو.

د چارواکو په وینا په عملياتو کې د رېسکيو 1122 سره نورې ادارې هم بوختې دي، او د ملبې لرې کولو دپاره د افغانستان د لوري هم نه غټه مشينري راغوښتل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00