شاته

د کراچۍ په ژوبڼ کې ناروغه هاتي نور جهان مړه شوه

د کراچۍ په ژوبڼ کې ناروغه ماده هاتي نور جهان نن مړه شوه، هغه د تېرو څو مياشتو نه ناروغه وه او بيا نزدې لس ورځې وړاندې په ژوبڼ کې د اوبو حوض يا تالاب ته غورځېدلې او د هغې وروسته نه وه پاڅېدلې.

د ځناورو د حقونو دپاره کار کوونکې نړيواله اداره فور پاز چې د نور جهان د درملنې د ډاکټرانو سره مل وه، د يادې ادارې غړې ماهره عمر د نور جهان د مړینې خبر ورکړی دی.

فور پاز ویلي، "په مات زړه خبر درکوو چې نورجهان مړه نن سهار مړه شوه، هغه حوض ته د غورځېدو د پېښې وروسته ونه توانېدی شوه چې په خپلو پښو ودرېدلی وی. باوجود د دې چې زمونږ ټیم د هغې ډېره درملنه وکړه خو هغه مو بيرته په خپلو پښو ونه دروله، هغه د څو ورځو سختۍ وروسته په سخت حالت کې مړه شوه".

فور پاز په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې "د نور جهان سره بله هاتي مدهو بالا به زر بل ځای ته منتقل کړي چرته چې هغې ته د ښه ښه ژوند تېرو زمينه برابره وي".

ادارې ويلي، "د نور جهان غمجنه کيسه د هغو کړاوونو يادونه ده د کوم سره چې په پاکستان او ټوله نړۍ کې ځناور مخ دي، مونږ هيله لرو چې پاکستاني چارواکي به دا پېښه د بېلګې په توګه په پام کې ونیسي او په راتلونکې کې به د ځناورو ښه ساتنه وکړي".

نور جهان د اپرېل په 13مه په ژوبڼ کې د اوبو حوض ته غورځېدلې وه. خو چارواکو ويلي وو هغه غورځېدلې نه بلکې په خپله تللې او د بيا د څو ساعتونو وروسته په کرېن راویستل شوې وه.

د نورجهان روغتيايي حالت د تېرو درېو میاشتو راهسې ښه نه وو، او د هغې د درملنې دپاره د جرمني څخه د ډاکټرانو يوه ډله هم راغلې وه.

د نور جهان د ناروغۍ وروسته پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو سختې نيوکې شوې وې چې پاکستان کې د انسانانو خیال نه ساتل کيږي د ځناورو به څه خیال وساتل شي، او په ټولنيزو رسنيو د ژوبڼ تړلو غوښتنې شوې وې.

خو د کراچۍ انتظامي مشر [اېډمنسټرېټر] ډاکټر سېف الرحمان د نور جهان د ناروغۍ په اړوند ويلي وو، د هغې د درملنې دپاره ټول ګامونه پورته کړی شوي دي.

د راپورونو ترمخه په پاکستان کې د نور جهان سره ټول څلور هاتيان وو، چې دوه د کراچۍ په ژوبڼ او دوه نور هم د کراچۍ په سپاري پارک کې ساتل کېدل.

د ځناورو د حقونو او خيال ساتنې نړیوالې ادارې فورپاز ویلي په پاکستان کې د ځينې ځنګلي ځناورو دپاره پوهه ډاکټران او روغتون نشته ځکه د نور جهان د درمنلې دپاره د جرمني څخه د ډاکټرانو ډله راغلې ده.

تېر کال د اګست په مياشت کې هم د جرمني څخه د ډاکټرانو ډله د نور جهان او د هغې د بلې ملګرې هاتي مدوباله د غاښونو د علاج دپاره کراچۍ ته ورغلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00