شاته

په منځنۍ اسیا کې د چین د اغېز له خپرېدو سره د امریکا په کمېدو دی

واشنګټن – ځینې څېړونکي وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د چین د اړیکو له ځواکمنېدو سره د امریکا اغېز په کمېدو دی.

په منځنۍ اسیا کې د امریکا سیاست د روس ځواکمن اغیز ته په کتلو برابر شوی خو په دغه سیمه کې د چین زیاتېدونکي رول واشنګټن اړ اېستی چې خپله تګلاره له پېکنګ سره د سیالۍ ډګر ته واړوي.

د کپسین پالیسي د مرکز لخوا په وروستي جوړ شوي ویبنار کې څېړونکو ویل، چې امریکا باید د منځنۍ اسیا لپاره د خپلې تګلارې یواځینی هدف له چین سره سیالۍ ته و نه اړوي.

چین او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په دې وروستیو کې دا منلې ده چې په مې میاشت کې به له چین سره ددغو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې د نورو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.

د پېکنګ د کمربند او سړک پروژې چې غواړي چین له نړۍ سره پرې د ځمکې، سمندر، ودانیو او ټکنالوجۍ له لیارې ونښلوي، له اقتصادي پلوه په چین باندې د تکیې په برخه کې د امریکا اندېښنې زیاتې کړي.

د امریکا په ویلسن سنتر کې څېړونکی رابړټ ډېل وايي، "چین د خپل جغرافیايي موقعیت، مارکیټونو د لیوالتیا، په سیمه کې د سوداګرۍ په ډګر کې تر ټولو د مخکې هېواد په توګه، او د سیمې د اتصال له مخې په نسبي ډول په اسانه ځای کې دی."

له چین څخه ګټې:

چینایي رسنیو د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ وینټو له خولې راخیستي چې له منځنۍ اسیا سره د چین سوداګري د دې کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۲۲ فیصده زیاته شوې.

وانګ زیاته کړه، "د چین او د منځنۍ اسیا ترمنځ په ۲۰۲۲ کال کې انلاین تجارت ۹۵ فیصده زیات شوی او د چین د سوداګرۍ له انلاین بنسټونو سره د منځنۍ اسیا نېږدې ۳۰۰ کمپنیانې یوځای شوي دي."

د امېرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د پېکنګ پانګونې له کرغېزستان سره ۸۵۰ میلیونه، له تاجکستان سره یو بلین، له ازبکستان سره ۱.۷۹ بیلینه او له قزاقستان سره ۱۹.۸۶ بیلینه ډالره وه.

امریکا او منځنۍ اسیا:

د چین او د منځنۍ اسیا ترمنځ د پېچلو اړیکو ترڅنګ، په کسپین پالیسي سنټر کې څېړونکي وايي، کله چې د اغیز خبره راشي نو امریکا هلته له چین څخه ډېره وروسته پاتې ده.

ډېل وویل، "د پېکنګ لخوا په پراختیا باندې تمرکز، د انرژۍ د مارکېټ د حیثیت درلودلو او دغه ډول په ذراعت، اوبو او نورو دغه ډول پروژو کې لیوالتیا هغه څه دي چې امریکا یې د هغوی په مقابل کې نه کوي."

ټاډ شک لري چې امریکا به هېڅکه په اقتصادي ډګر کې په منځۍ اسیا کې له چین سره سیالي و نه شي کړای.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00