شاته

رانا ثناالله: د ډېر څه کولو باوجود د ايي اېم اېف شرطونه نه پوره کيږي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا رانا ثناالله ویلي، "د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د لوظنامې له امله جوړ شوی اقتصادي بحران د عام وګړي دپاره سختې ستونزې جوړوي او د اندېښنې خبره دا ده چې د هر څه کولو باوجود د ايي اېم اېف شرطونه نه پوره کیږي".

رانا ثناالله نن په يوه خبري غونډه کې ويلي، په ملک کې سخت اييني، سیاسي او اقتصادي بحران دی ځکه ټولو سياسي ګوندونو له به په ګډه د دې حل لاره لټول وي او يواځې يو ګوند د دې بحرانونو د مخنيوي قابل نه دی.

پاکستان چې په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی، د خزانې وزارت یې د تېرې يوې مودې نه بيا بيا دعوې کوي چې زر به یې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د بحالۍ لاسليک وشي خو تراوسه نه دی شوی.

د خزانې وزیر مملکت عایشه غوث پاشا په دې وروستيو کې وي او اې سره په مرکه کې ويلي وو، چې ايي اېم اېف ورته د قرض د پروګرام د بحالۍ دپاره د بهرنیو پېسو ترلاسه کولو شرط اېښودی وو، او پاکستان د خپلو دوست هېوادونو د باور ترلاسه کولو وروسته د نړيوالې ادارې سره لوظنامې ته هم نزدې شوی دی.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته په سمدستي ټول د ايي اېم اېف پروګرام ترلاسه کېدل پکار دي چې د اقتصاد نورې لارې یې هم پرانستل شي.

د پوهانو په وينا څو پورې چې د مالياتي ادارې د پور پروګرام نه وي بحال شوی د پاکستان اقتصادي مشکلات به نور پسې سېوا کيږي.

د پاکستان موجوده ايتلافي حکومت تور لګوي چې د عمران خان د تېرو څلورو کالو د حکومتي پاليسيانو له امله ملک دا وخت د سختو مشکلاتو سره مخ دی.

خو عمران خان تل دا دريځ تکراروي چې د ملک د مشکلاتو ختمولو يواځينۍ لاره انتخابات دي.

پاکستان کې دا وخت په پنجاب صوبه کې د انتخاباتو معامله په سپريم کورټ کې روانه ده.

د پاکستان سپریم کورټ پنجاب صوبه کې د مې د مياشتې په 14مه نېټه دانتخاباتو کولو امر کړی خو حکومت غواړي چې ټول هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وشي او د دې لپاره ددفاع وزارت او الېکشن کمېشن سپریم کورټ ته عریضه هم کړې وه.

رانا ثناالله هم نن وويل، د ټولو غټو سياسي ګوندونو دریځ روښانه دی چې په ټول ملک کې دې د قامي او صوبايي اسمبليانو انتخابات د ايين او قانون په رڼا کې په يوه ورځ د نګران حکومت لاندې وشي او که چرته په پنجاب صوبه کې لومړی الېکشن کيږي او يو ګوند په اکثريت سره بریالی کيږي نو په نورو انتخاباتو به یې اثر وي.

هغه زياته کړه د ټولو اسمبليانو نېټه د اګست په مياشت کې پوره کیږي او د اکتوبر په میاشت کې انتخابات کېدل دي.

هغه د عدالتي فېصلو په اړوند وويل، ځینې داسې فېصلې کيږي چې پکې د ايین او قانون بنياد هم کلک نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00