شاته

ملاهبت الله: افغانستان کې حتی یو'کفري قانون' ځای نلري او بهرنیانو ته د لاس وهنې اجازه نه ورکوو

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د جمعې په ورځ اپریل ۲۱ (ثور اول) وویل، چې بهرنیانو ته د افغانستان د اسلامي حکومتدارۍ په چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه ملاهبت الله اخوندزاده ته منسوب یو غزیږ پیغام خپور کړی، چې ظاهرآ د طالبانو مشر دا څرګندونې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په یو جومات کې لمونځ کوونکو کړي دي.

د طالبانو مشرپه خپلو څرګندونو کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته هغه څه چې هغه د "شریعت پر اساس" اسلامي حکومت یاد کړ ستاینه کړې ده.

ملاهبت الله اخوندزاده په دغه غږیز پیغام کې ویلی: "دا د افغانستان د ملت بریالیتوب او نیکمرغي ده ، چې الله تعالی ورته د اسلامي شرعیت نظام اعطا کړی دی. خدای سره مې ژمنه کړې، تر هغې، چې ژوندی یم په افغانستان کې به حتی یو کفري قانون ځای پیدا نکړي".

خو د طالبانو مشر په دغه غږیز پیغام کې دا نه ده څرګنده کړې، چې د "کفري قوانینو" څخه یې هدف څه دی او دمخه په افغانستان کې کوم کفري قوانین نافذ و.

ملاهبت الله اخوندزاده زیاته کړې ده، چې د هر هغه عمل مخه نیسي، چې "اسلام ګواښوي او یا ردوي او یا هم د اسلامي اصولو پر خلاف وي".

ظاهرآ د کندهار په ولایت کې د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پرمهال د طالبانو د مشر د څرګندونو د خبري پوښښ لپاره د تل په څیر خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته ملاهبت الله اخوندزاده ډیر کم د کندهارله ولایت څخه وتلی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د نجونو او ښځوپه زده کړو او کار باندې کلک محدودیتونه لګولي دي او د نړیوالې ټولنې د ډیرو هڅو سره سره یې دا پریکړې نه دي فسخ کړي.

طالبانو لومړی ښځې په غیر دولتي داخلي او خارجي موسسو کې له کار څخه منع کړې او بیا یې د اپریل د میاشتې په سر کې هغوی د ملګروملتونو په دفترونو کې هم له کار څخه منع کړې.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول له طالبانو څخه د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې او هم یې د ښځو او نجونو په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو او ټولو افغانانو حقونو ته د درناوي غوښتني کړي دي.

خو طالبانو ویلي، چې د هغوی حکومت یو ټولشموله حکومت دی او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاس وهنه نه کوي.

تر اوسه هیڅ یو هیواد او بنسټ د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.