شاته

سیګار: د مرستو رسولو چارو کې د طالبانو مداخلې د مرستو رسولو په فعالیتونو ناوړه اغیز کړی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" وايي، چې د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو مداخلې په دغه هیواد کې اړو او مستحقو کسانو ته د مرستو رسونې په هکله اندیښنې راولاړې کړي دي.

"سیګار" د اپریل ۲۱ (ثور اول) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ملګرو ملتونو په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر ۸۴ پورې د طالبانو د مداخلې پیښې ثبت کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" ویلي: "ملګروملتونو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د طالبانو له خوا ۸۴ بروکراتیکي موانع ثبت کړي، چې طالبانو د مرستو رسونې په کارکوونکو د تفاهم لیکونو د لاسلیک کولو په برخه کې فشار راوستی ترڅو هغوی ته په غیردولتي موسسو کې د مداخلې اجازه ورکړل شي".

همداشان دغې ادارې ویلي، چې د طالبانو دغو اقداماتو په افغانستان کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو چارې محدودې کړي دي.

" سیګار" ویلي، چې د مرستو رسونې په چارو کې د طالبانو مداخلې افغانستان سره د امریکا بشري او انکشافي برخو کې مرستې د ګواښونو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" ویلي: "د مداخلې مختلف ډولونه د غیر دولتي موسسو په فعالیتونو او د عملیاتو کنټرول، په ملګروملتونو او غیر دولتي موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز، د سیمه ییزو طالبانو چارواکو سره د تفاهم لیکونو د لاسیلک کولو په برخه کې فشار اچول او د غیردولتي ادارو کارکوونکو ته د طالبانو ګواښونو افغانانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د مرستو رسونې د ادارو وړتیاړې محدودې کړي دي".

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان بیا واک ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کار بندیز لګولی، چې د مرستو رسونې په فعالیتونو یې هم ناوړه اغیز کړی دی.

همداشان د رپوټونو له مخې طالبانو د غیر دولتي موسسو د ځینو کارکوونکو په ګډون د مدني ټولنې په سلګونو فعالان نیولې او په بند کې اچولي دي.

"سیګار" ویلي، د امریکا د حکومت پالیسي دا ده چې پرته له دې، چې د طالبانو حکومت سره مرسته وشي د افغانانو څخه خپل ملاتړ ته به ادامه ورکړي.

"سیګار" د مرستو رسونې په برخه کې د طالبانو د حکومت د مداخلې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د دغې ادارې سرمفتش جان ساپکو د چهار شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) امریکایي قانون جوړونکو ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ښایي طالبانو ته په لاس ورشي. هغه د بایډن حکومت د څیړنو په وړاندې د خنډ په رامنځ ته کیدو تورن کړ، هغه څه چې سپینې ماڼۍ رد کړي دي.

ښاغلي ساپکو چې د امریکا د استازو مجلس د څارنې کمیتې په استماعیه غونډه کې خبري کولې، وویل: "له بده مرغه، لکه څنګه چې نن دلته ناست یم، زه دې کمیتې او امریکایي مالیه ورکوونکو ته تضمین نشم ورکولی چې موږ اوس مهال طالبان نه تمویلوو."

د سیګار مشر همدارنګه قانون جوړوونکو ته وویل، دا اطمینان هم نشي ورکولی، هغه پیسې چې امریکا د نظر وړ کسانو ته استوي کوم چې د افغانستان بیوزلي خلک دي، طالبان یې نه ترلاسه کوي.